د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

طالب حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ د ځینو هېوادونو چارواکي کابل ته ځي


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

د راپورونو له مخې د یو شمېر اسلامي هېوادو د بهرنیو چارو وزیران غواړي د کابل د سفر پرمهال له طالبانو سره پر دې خبرې وکړي چې نجونې پریږدي چې زده کړې وکړي او له زده کړو د نجونو ممانعت د اسلامي اصولو خلاف عمل دی.

وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه نېټه کابل ونیو، دوی له شپږم ټولګې ورپورته نجونې له زده کړو را وګرځولې او تر اوسه یې یوازې په درېیو ولایتونو، کندز، بلخ او جوزجان کې نجونې پرې ایښې دي چې له شپږم ټولګي ورپورته هم زده کړې وکړي.

د مزار شریف په ښار کې د الهام صداقت په نوم یوې زده کوونکې اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل:"موږ د مزارشریف په کچه د ښوونځیو پرانیستو ته ډېر خوشاله یوو او هیله مند یوو چې د نورو ولایتونو مکتبونه هم ډېر ژر خلاص شي او نجونې وکړای شي چې خپل درس او تحصیل ته ادامه ورکړي."

تر بلخ ولایت مخکې په کندز کې ښوونځي پرانېستل شوي وو، د کندز ښار د سې درک سیمې د نسوان لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې ثنا کاکړ هم له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال د ښوونځیو پرانیستو ته خوښي څرګنده کړه.

نوموړې وویل: "ښوونځي خلاص دي، استادان په وخت سره مکتب ته راځي، موږ هم خپل درسونه وایوو تر پخوا اوس ښه ده ارامي ده، ستونزه نه شته."

طالبانو تېر ځل له ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کال پورې د خپلې واکمنۍ پر مهال د نجونو زده کړې منع کړې وې.

د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دوشنبې په ورځ په قطر کې وویل چې د نجونو ښوونځي به پرانیزي او دوی غواړي چې د نجونو د زده کړو لپاره سم چاپیریال رامنځته کړي.

تراوسه دا معلومه شوې ده چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر ریینو مارسودي کابل ته ځي.

د دې سفر د وخت په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پرون یوې خبرې غونډې ته وویل چې په څو ورځو کې به دا سفر وشي.

د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وویل چې د نجونو ښوونځي به پرانیزي
د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وویل چې د نجونو ښوونځي به پرانیزي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د اندونیزیا له بهرنیو چارو وزیر سره پرون یوې ګډې خبرې غونډې ته دا هم وویل چې له مارسودي سره یې په دې اړه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ترڅنګ هم تېره میاشت پر دې موضوع خبرې کړې وې او د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو یو شمېر نورو وزیرانو هم دا نظریه خوښه شوې وه.

د ښاغلي چاوش اوغلو په وینا د کابل د سفر یوهدف دا هم دی چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د شرایطو په چمتو کولو کې مرسته وکړي.

د سې شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو یا جي شل ځانګړې غونډې ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وړاندیز وکړچې د افغانستان لپاره دې جي شل یوه دایمي کاري ډله رامنځته کړي چې هلته بشري بحران ته ورسېږي او طالبان وهڅوي چې یو پراخ بنسټه دولتي سیسټم رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG