د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

طالبانو هیله ښودلې چې امریکا به د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیر خان متقي

په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز تېر ماښام د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیر خان متقي کوربه وو.

له متقي نه یوه پوښتنه دا وشوه چې امریکا د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالره ور کنګل کړي نو طالبان خپل اقتصادي مسایل څنګه مخته وړي او له امریکا څه غواړي؟

هغه په ځواب کې لومړی پر امریکا کلکه نیوکه وکړه او بیا یې هیله وښوده چې دا پیسې ور خلاصې کړي.

متقي وویل: "د اتلسو میاشتو په دوران کې یو امریکایي هم په افغانستان کې ونه ووژل شو او د کابل په هوايي ډګر کې چې دوی په زرهاو کسان ایستل یوه چاته هم ضرر ونه رسېده. کاشکې یې د هغوی په عوض کې بېرته له افغانانو سره احسانات کړي وای. کاشکې یې د هغوی شتمني نه وای کنګل کړې. په هر حال زه امید لرم د امریکا له چارواکو نه چې هغوی په دې موضوع کې ښه غور وکړي. دقت وکړي. بشري مسایل له سیاسي مسایلو جلا کړي او له بشري مسایلو د فشار د الې کار وانه خلي."

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم امریکا متحده ایالاتونو د افغانستان نهه میلیارده او شپږ سوه میلیونه ډالره کنګل کړې، څو د طالب چارواکو لاسرسی ورته بند شي.

د طالبانو چارواکو د امریکا په دې کار له لومړۍ ورځې تُندې نیوکې کولې او ویل یې چې افغانان یې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي بیا ډاډ ورکړ چې دمګړۍ د تېر حکومت شااوخوا پنځه لکه مامورین په دندو بوخت دي او دوی معاشونه ورکوي.

د راپورونو له مخې د دولت اکثر مامورین شکایت لري چې له دوو میاشتو یې معاشونه نه دي اخیستي او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په دوحه کې د شخړې او بشري مطالعاتو مرکز ته د وینا پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له نړیوالو سره په ښو اړیکو هم ټینګار وکړ.

هغه وویل، د دوی حکومت د سیمې، خلیج او لویدیځو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

امیر خان متقي د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر وړاندې طالبان برلاسي وبلل او ویې ویل چې طالبان د داعش د ګواښ پر وړاندې د مقابلې توان لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چې د اوونۍ د سر په دوو ورځو کې یې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړي دي خپل مجالس مثبت او ښه وبالل.

امیر خان متقي د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر وړاندې طالبان برلاسي وبلل
امیر خان متقي د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر وړاندې طالبان برلاسي وبلل

سره له دې چې متقي ادعا وکړه، طالبانو په بېلابېلو برخو کې ښه کارونه کړي او پلانونه لري، خو د نجونو د تعلیم په څېر ځينې مساییل هغه څه وو چې د پروني بحث ګډونوالو څو واره یاد کړل.

د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز مشر او د بحث چلوونکي سلطان برکات له متقي وپوښتل: "د نجونو د تعلیم په څېر یوه مساله کې، ولې ښوونځي تړل کېږي؟ ښوونځي چې وار دمخه فعاله وو ولې موږ شاته قدم اخلو. په دې نه غږیږم چې په یوه تر ټولو سختدریځه ټولنه کې د نجونو د تعلیم په مساله کې پخوانی حکومت او نړیواله ټولنه له هڅو سربېره بریالۍ نه شوه. خو په یوه داسې ټولنه کې چې اوس یې دا مساله منلې او پرمختګ هم په کې شوی ولې د ښوونځیو د بندېدو راپورونه اورو."

د بحث په چلوونکي سربېره څو ګډونوالو هم دا انتقاد او ورسره تړلې پوښتنې مطرح کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل چې د دوی په راتګ هغه ښوونځي بېرته پرانېستل شول چې د کووېډ ۱۹ په خاطر تړلي و.

هغه وویل، د نجونو په برخه کې هم کار روان دی او په تدریج د دې مسالې د هواري هڅې کېږي.

طالبان د اګسټ په ۱۵ واک ته ورسېدل. واک ته له رسېدو سره سم امریکا او نورو هېوادونو له افغانستانه د خپلو پاتې اتباعو او افغان همکارانو د ایستلو عملیات پيل کړل او په پنځلسو ورځو کې یې له ۱۲۴ زرو زیات کسان وایستل.

XS
SM
MD
LG