د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

ناروغان: دولتي روغتونونو کې درمل نشته؛ډاکټران هم له ځینو ستونزو سر ټکوي


ارشیف، د بادغیس یو روغتون
ارشیف، د بادغیس یو روغتون

د افغانستان په روغتیايي سکټور کې د اوسنیو ستونزو له امله د نړیوالو ادارو د اندېښنو په دوام، یو شمېر ناروغ لرونکي هم په دولتي روغتونونو کې د امکاناتو له نه شتونه شکایت کوي.

شیرین ګل چې موده وړاندې یې یوه دولتي روغتون ته خپل لمسی د درملنې لپاره راوستی و ازادي راډیو ته یې وویل، په دولتي روغتون کې د امکاناتو د نشتوالي او د ډاکټرانو د نه پاملرنې له امله یې لمسی ومړ.

نوموړې وویل:"ما څو ورځې وړاندې خپل لمسی چې د زړه ناروغ و، کابل کې د اندراګاندي روغتون ته راوست. روغتون کې هېڅ امکانات نه‌شته، درمل مې هم له بېرون پېرل، لمسی مې جوړ نه شو او ومړ."

شیرین ګل د طالبانو په مشرۍ له سرپرست حکومته غواړي چې د دولتي روغتونونو د ستونزو د حل لباره لاس په کار شي، څو نور ناروغان د دې په برخلیک وا نه وړي.

ازادي راډیو وغوښتل چې د اندراګاندي روغتون له مسوولانو سره د شیرین ګل د ادعا په اړه وغږېږي، خو بریالۍ نه‌‌شوه.

کابل مېشته مسعوده هم وايي، د خپل پلار درملنې لپاره څو دولتي روغتونونو ته تللې، خو ټول روغتونونه له یوه ډول برخلیک سره مخ وو، بې درملو او بې امکاناتو: "ما خپل پلار چې ناروغ و، څو دولتي روغتونونو ته یوړ، خوهېڅ امکانات یې نه درلودل. هغه درمل چې ډاکټرانو راته لیکل، باید له خصوصي درملتونونو مې پېرلی وای."

دا ستونزه یوازې د ناروغانو ده، خو روغتیا پالان بیا له نورو ستونزو کړیږي. له دوی یو شمېر یې چې په ولایتونو کې کار کوي وايي، درې میاشتې کېږي چې خپل امتیازات یې نه دي اخیستي.

د ارزګان د ترینکوټ روغتون رییس امین‌الله توخي ازادي راډیو ته وویل: "درې میاشتې کېږي چې روغتیاپالانو معاش نه دی اخیستی. د دوی د چنګاښ، زمري او وږي میاشتې حقوق پاتې دي. له نوي حکومته غواړو چې دا ستونزه حل کړي."

د ارزګان د ترینکوټ روغتون رییس امین‌الله توخي
د ارزګان د ترینکوټ روغتون رییس امین‌الله توخي

خو ښاغلی توخي وايي، له یوې نړیوالې موسسې سره هوکړه شوې چې ژر به روغتون ته د امکاناتو د برابرېدو په ګډون، د روغتیا پالانو معاش هم ورکړل شي.

په دولتي روغتونونو کې د امکاناتو له کمي داسې مهال شکایتونه کېږي چې د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونیسف د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پاشل کېدو د مخنیوي په خاطرد بېړنیو ګامونو اخیستو غږ کړی.

د سویلي اسیا لپاره د یونیسف سیمه‌ییز رییس جورج لاریا ادجي چې د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې یې د ماشومانو او ښځو وضعیت له نږدې لیدلی په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: "زه له ټولو شریکانو غواړم چې یو بل ته لاس ورکړي او د افغانستان د روغتیايي سکټور د پاشل کېدو د مخنیوي په اړه ډاډمن شوو. که نه درنه بیه به پرې کړو او زیات ماشومان به مړه شي."

تېره میاشت د روغتیا نړیوال سازمان هم په یوه راپور کې ولیکل، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، نږدې ۲زره روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د طالبانو په مشرۍ د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو برخې مرستیال عبدالباري عمر ازادي راډیو ته ومنله چې د نړیوالو مرستندویانو د مرستو له بندېدو وروسته، روغتیايي سیسټم له ستونزو سره مخ شوی، خو دی وروستیو هڅو هیله‌من کړی دی.

ښاغلي عمر زیاته کړه: "له نېکه مرغه له ملګرو ملتونو سره د بیا ځلي اړیکو وروسته، دې سازمان له روغتیايي سکټور سره د اکټوبر میاشتې تر پایه پورې ۱۵ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه چې د یو این ډي پي له‌خوا به ولایتونو کې مصرف شي. د راتلونکو درې میاشتو لپاره ملګروملتونو د ۴۵ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې چې یو نېک اقدام دی."

د طالبانو د سرپرست حکومت د عامې روغتیايي وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو برخې مرستیال له نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان له روغتیايي سکټور سره مرسته وکړي.

ښاغلی عمر ډاډ ورکوي هغه مرستې چې له روغتیايي سکټور سره کېږي، په راڼه ډول به مصرف او اړمنو ته به ورسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم خپل وروستي راپور کې لیکلي چې د اګسټ له دېرشمې یې افغانستان ته ۱۸۶ ټنه روغتیايي او طبي مواد لېږدولي دي.

دې سازمان نن په خپل تازه ټویټ کې لیکلي، ۲،۵ میلیونه وګړو ته به د اړتیا وړمواد برابر کړي.

XS
SM
MD
LG