د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

افغانستان کې اقتصادي بحران ژور دی؛ ملګري ملتونه: نړیوال دې خپلې ژمنې پوره کړي


ارشیف، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د سرچینو کموالي، د اقتصادي بحران د مخنیوي هڅې ټکنۍ کړي دي.
ارشیف، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د سرچینو کموالي، د اقتصادي بحران د مخنیوي هڅې ټکنۍ کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (UNHCR) وايي، په افغانستان کې اقتصادي بحران ژور دی چې د میلیونونو کسانو ژوند یې اغېزمن کړی دی.

په اسلام اباد کې د دې ادارې ویاند، بابر بلوچ پرون شنبه رویټرز خبري اژانس ته وویل، افغانستان له وړاندې د وچکالۍ او څو لسیزو جګړو له کبله له بې وزلۍ سره مخامخ دی چې د اګسټ پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د ولکې تر ټینګولو وروسته یې اقتصاد د سقوط له خطر سره مخامخ دی.

ښاغلی بلوچ زیاتوي: "په افغانستان کې بشري بحران لا هم ډېر ناوړه دی. افغانستان چې شاا و خوا ۴۰ میلیونه وګړي لري چې لا هم په دغه هېواد کې ژوند کوي او د دوی نیمايي چې شا او خوا ۲۰ میلیونه کېږي، د اګسټ میاشتې د ۱۵مې له تحولاتو مخکې هم پر بشري ملاتړ متکي وو."

ښاغلي بلوچ زیاته کړه، د پناه غوښتونکو د بل بحران د مخنیوي لپاره دې د افغانستان دننه مسایلو ته تمرکز وشي.

په اسلام اباد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (UNHCR) ویاند ، بابر بلوچ
په اسلام اباد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (UNHCR) ویاند ، بابر بلوچ

که څه هم تمه کېږي، له افغانستان سره بشري مرستې ترسره شي، خو له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې زیاتې مرستې بندې شوي دي.

د افغانستان بانک په میلیاردونو ډالره شتمني هم په بهر کې کنګل شوې چې دې مسالې د افغانستان پر بانکي سیسټم او اقتصادي راکړه ورکړه فشارونه زیات کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند، بابر بلوچ وايي، اقتصادي ستونزه به د افغان کډوالو د بلې جوپې سبب شي: "زموږ اندېښنه دا ده چې د افغانانو کړاو به لا پسې زیات شي چې دغه هېواد کې دننه به یې اغېزې ژورې وي چې ډېر کسان به وکړوي او بې ځایه به یې کړي، خو امکان لري نه یوازې ګاونډیو هېوادونو: پاکستان او ایران ته چې له څو لسیزو یې په سخاوتمندانه ډول د پناه غوښتونکو هرکلی کړی، د خلکو د بې ځایه کېدو سبب شي، بلکې تر دې هاخوا به یې هم تاثیرات وي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ وویل، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو لپاره په را روانو میاشتو کې ۶۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده چې یوازې ۳۵ فیصده یې مرستندویو هېوادونو ورکړې ده.

تېره میاشت مرستندویو هېوادونو د جنیوا په کنفرانس کې چې د ملګرو ملتونو له خوا رابلل شوی و، له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مالي مرستې ژمنه وکړه.

ښاغلي بلوچ وویل چې دغه ژمنې لا هم عملي شوي نه دي، د ده په وینا د افغانانو د ملاتړ په خاطر باید دا پیسې له ژمنې سره سمې ورکړل شي.

په اسلام اباد کې د (UNHCR) ویاند وویل، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته نوې ستونزې ټوکېدلي دي.

دی وایي، افغانستان ته د سوداګرۍ پروازونو د کموالي له کبله باید بشري مرستې په ځانګړو الوتکو کې یا هم د ځمکې له لارې افغانستان ته ورسول شي.

XS
SM
MD
LG