د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

ملګري ملتونه: که افغانستان سره بشري مرستو کې ځنډ راشي، ناوړه عواقب به ولري


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپو ګراندي پرون د تلې په شپاړسمه په یوه خبري غونډه کې وویل، له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنې شوي، اوس په کار ده چې دا پیسې عملاً ورکړل شي ځکه په افغانستان کې اوس مهال سمدستي نورو سرچینو ته اړتیا لیدل کېږي.

د کابل له سقوط یوه میاشت وروسته د سېپټمبر په ۱۷مه نېټه د ملګرو ملتونو سرمنشي د لویو مرستندویو هېوادونو یوه غونډه راوبلله. په دې غونډه کې له افغانستان سره د ۱،۲ میلیارد ډالره مرستو ژمنه وشوه. خو معلومه نه ده چې له دې مرستې څخه به څومره پیسې د هغو ۶۰۶ میلیون ډالرو بودجې ته ورکړل شي چې ملګرو ملتونو په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ کال ترپایه له ۱۱میلیونه افغانانو سره د بشري مرستې لپاره غوښتې وه.

د UNHCR مشر وویل، ملګرو ملتونو له افغانستان سره د شوېو ژمنو یوازې ۳۵ سلنه ترلاسه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپو ګراندي وویل، د عامه خدماتو، بانکي سیسټم او اقتصاد ویجاړېدل په افغانستان کې تردې هم لوی بشري ناورین رامنځ ته کولی شي
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپو ګراندي وویل، د عامه خدماتو، بانکي سیسټم او اقتصاد ویجاړېدل په افغانستان کې تردې هم لوی بشري ناورین رامنځ ته کولی شي

ګراندې همدا راز یادونه وکړه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره د اعلان شوې ۳۰۰ میلیونه ډالره مرستې یوازې ۱۸ سلنه دوی ته رسېدلې ده. نوموړي مرستندویو هېوادونو ته په خطاب کې وویل، لطفاً په هغو برخو کې چې سمدستي اړتیا ده مشخصه مرسته وکړئ.

ښاغلي ګراندې د افغانستان د سخت طبیعت یادونه وکړه، ویې ویل چې د دې هېواد په غرنیو سیمو کې ساړه زیات وي او ژمی هم را روان دی. ده یادونه وکړه چې د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره وخت ډېر کم دی.

فلیپو ګراندي وویل، د عامه خدماتو، بانکي سیسټم او اقتصاد ویجاړېدل په افغانستان کې تردې هم لوی بشري ناورین رامنځ ته کولی شي: "که مرستې ورنه کړل شي نو زه اټکل کوم چې تر دې لوی ناورین راتلای شي او زما اټکل دا دی چې ښايي ډېر شمېر خلک بې ځایه شي ځکه که خلک روغتیايي خدمات، د څښلو اوبه او یا پیسې ونه لري نو کډه کېدو ته اړوځي. دوی ښايي له افغانستانه بهر ووځي او فکر کوم باید حتما هڅه وکړو چې د داسې حالت مخه ونیسو."

د UNHCR مشر چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې افغانستان ته سفر کړی و، همدا راز وویل، اوس مهال د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو څخه د روغتیا نړیوال سازمان WHO، د ماشومانو د مرستې صندوق UNICEF او د خوړو نړیوال پروګرام WFP په افغانستان کې خپلې ادارې لري.

فلیپو ګراندي وویل، نړیوالو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی نو د ده په وینا د بشري مرستو د رسوونکو ټولنو پرتله به د پرمختیايي ادارو لپاره له طالبانو سره تعامل یوڅه ستونزمن وي.

ګراندي له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان د پرمختګ لپاره له دې هېواد سره مرستو ته دوام ورکړي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG