د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

په افغانستان کې د بند پاتې شویو بریتانویانو په اړه د ګارډین ورځپاڼې تازه لیکنه


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

د ګارډین ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې په افغانستان کې د بند پاتې شویو انګلستاني وګړو په اړه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي په کابل کې دا بند پاتې شوي بریتانویان د انګلستان پر حکومت نیوکه کوي چې دوی یې په بد امنیتي وضعیت کې بې‌برخلیکه پرېښودل.

له دغې ډلې ۲۰ تنه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې له کابل نه بهر په یوه ځای کې راغونډ شول او له افغانستان څخه‌یې د ځان د ایستلو لپاره د بریتانیا حکومت ته غوښتنلیکونه واستول.

په یاده ډله کې انجنیران، د ټکسي چلوونکي، د رستورانت کارکوونکي، د سرطان ناروغۍ بیالوژستان، د ای.ټي متخصصان او سوداګر شامل دي.

د ګارډین په وینا دا ډله اکثراً له هغو افغان کډوالو جوړه شوې چې ۲۰ کاله پخوا یې بریتانیا ته پناه وړې وه او اوس بریتانیوي پاسپورټونه لري.

ورځپاڼه کاږي چې دا کسان له مني مخکې کابل ته تللي ول څو وکولای شي د طالبانو په لاس د کابل له لوېدو مخکې خپل خپلوان مصون ځای ته انتقال کړي.

د بریتانیا دولت ویلي چې هڅه کوي دا کسان په مصون ډول لومړی د قطر دوحې او له هغه ځایه بیا انګلستان ته ولېږدوي او په همدې مقصد یې د طالبانو له چارواکو سره خبرې پیل کړې دي.

  • کانسل ان فورین رلېشن

د کانسل ان فورین رلېشن نشریه په افغانستان کې د امریکا پر جګړې لینکه کړې او د دغې جګړې په اړه‌یې د عام امریکایانو د پخواني او اوسني نظریاتو توپیر راخیستی دی.

نشریه لیکي چې ۲۰ کاله مخکې امریکا په افغانستان کې د طالبانو پر پټن‌ځایونو هوايي حملې وکړې او د امریکا د تاریخ اوږده جګړه پیل شوه.

هغه وخت عام امریکایان سره له دې چې پوهېدل دا جګړه به اوږده شي، خو ترې یې ملاتړ وکړ.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې حملو زمینه دې ته برابره کړه چې د امریکا دولت په افغانستان کې د ترورېستانو د ځپلو په هدف د اقداماتو تصمیم اعلان کړي او هغه مهال‌یې اکثریت امریکایانو ملاتړ وکړ.

نشریه وايي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د سپټمبر له پېښې دوه ورځې وروسته د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یوه نظر پوښتنه ترسره کړه چې په‌کې ۹۳ سلنه امریکایانو د طالبانو پر ضد د جورج بوش حکومت د حملاتو څخه ملاتړ کړی وو.

په هغه نظر پوښتنه کې له هرو ۱۰ کسانو څخه له ۸ زیاتو یې ویلي وو چې دې سره موافق دي، څو افغانستان ته امریکايي سرتېري واستول شي او دا عکس‌العمل سبب شو چې امریکا په افغانستان کې اوږدمهالې جګړې سره مخ کړي.

د روان ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په ۱۶مه نېټه د «AP-NORC» مرکز یوه تحقیقاتي نظر پوښتنه کړې او ښيي چې ۶۲ سلنه امریکايانو په افغانستان کې جګړه بې‌ارزښته بللې ده.

۵۷ سلنه جمهوري‌پالو او ۶۷ سلنه ډیموکراتانو په دغه سروې او نظر پوښتنه کې برخه اخیستې.

همدا راز د «PEW» تحقیقاتي مرکز یوه تازه نظر پوښتنه ښکاروي چې ۶۹ سلنه امریکایان په دې باور دي چې هېواد یې د افغانستان په جګړه کې خپلې موخې ته نه‌دی رسېدلی.

کانسل ان فورین رلېشن زیاتوي چې په افغانستان کې د امریکا په ۲۰ کلنه جګړه کې ۲،۴۰۰ امریکايي عسکر او ۴۶،۳۰۰ افغان پوځیان وژل شوي او ۲،۳ تریلیون ډالره لګېدلي.

XS
SM
MD
LG