د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

'WHO': افغانستان کې د کرونا ضد واکسین ضایع کېږي خو طالبان د مخنیوي ډاډ ورکوي


په کابل کې د کرونا وایروس ضد واکسین مرکز
په کابل کې د کرونا وایروس ضد واکسین مرکز

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کرونا ګواښوونکي ویروس په کې په زرګونه کسان مړه او په لسګونه زره نور تر بسترونو ورسول.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی قلم شاه وايي، پلار یې د کرونا ویروس له امله وفات شوی دی او شااوخوا یو کال وړاندې یې په دغه ګواښوونکي ویروس اخته شو او په وینا یې ناروغۍ یې پنځه میاشتې دوام وکړ او بالاخره یې د ژوند پور یې پرې کړ.

قلم شاه زیاتوي: "زما پلار په کرونا ویروس اخته و چې وفات شو، شخصي روغتونونو ته به تلو او هلته به مو ورته درمل ورکول، خو واکسین مو ورته نه وه کړی او نه یې امکان و چې دا واکسین مو ورته اخیستی وای."

قلم شاه وایي، پلار یې د دوی د ۳۲ کسیزې کورنۍ مشر و او اوس دا کورنۍ د پلار د نشتون غم ډېر ځوروي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان، تازه په افغانستان کې د کرونا ویروس د لا خپراوي او په دغه هېواد کې د شته واکسین د ضایع کېدو خبرداری ورکړی.

د دغه سازمان له ادرسه په ټویټر خپور شوي یو بیان کې راغلي چې دا مهال په افغانستان کې ۱.۶ میلیونه ډوزه واکسین موجود دی، خو که ژر مصرف نه شي ضایع به شي.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو ټېنګار کړی چې د اګسټ میاشتې را په دېخوا له کله چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي، د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق او د پېښو د ثبتولو لړۍ پڅه او یا په ټپه درېدلې.

دغه سازمان ویلي چې ژر به د خپلو متحدینو په همکارۍ په ولایتونو کې بېرته د دغه ویروس ضد واکسین لګولو کمپاین پیل کړي.

طالبان بیا د روغتیا نړیوال سازمان د اندېښنو په اړه وايي، ډاډ څرګندوي چې دا واکسین به ضایع نه شي.

د طالبانو په مشرۍ د حکومت رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل چې د دوی روغتیایي ټیمونه هڅې کوي چې د واکسین تر څنګ په دې برخه کې خلکو ته نور روغتیایي خدمتونه هم ورسوي.

کریمي وایي: "د عامې روغتیا وزارت کرونا د واکسین لپاره ځانګړی پلان لري، د اړتیا په وخت کې به هغه پلې شي، د له منځه تللو یا د ضایع کېدلو تشویش نشته، موږ په دې اړه هېوادوالو او تاسو ته ډاډ درکوو چې کوم واکسین چې پاتې دی هغه به د اړتیا په وخت کې تطبیق شي، د اندېښنې وړ کومه خبره نشته."

خو ښاغلي کریمي دا جزئیات ور نه کړل چې افغانستان ته د طالبانو له راتګ راهیسې تر دې دمه څومره نوې پېښې ثبت شوي دي؟

خو د افغانستان د ګوښه شوي جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکومت د روغتیا وزارت به په دې اړه هره ورځ شمېرې خپرولې چې د وروستیو شمېرو له مخې شااوخوا تر یو نیم سل زره افغانان په دې ویروس اخته او له څلور زرو زیات ترې مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG