د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

د طالبانو او تاجکستان ناندرۍ؛ ازبیکستان-ترکمنستان: د افغانستان ثبات اړین دی


د ازبیکستان او ترکمنستان ولسمشران
د ازبیکستان او ترکمنستان ولسمشران

د افغانستان دوو شمالي ګاونډیو ازبیکستان او ترکمنستان د افغانستان ثبات د ټولې منځنۍ اسیا د ودې لپاره اړین وباله، خو په شمال کې د افغانستان له بل ګاونډي؛ تاجکستان سره د طالبانو د رژیم ناندرۍ په زیاتېدو دي.

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د ازبیکستان له ولسمشر شوکت میر ضیایف سره د ازبیکستان په پلازمېنې تاشکند کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې.

د ازبیکستان د ولسمشر د رسنیو دفتر پرون تر دې لیدنې کتنې وروسته په یوه بیان کې وویل چې د دواړو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدل د منځنۍ اسیا لپاره مهم وبلل او څرګنده یې کړه چې دا د ټولې منځنۍ اسیا د دوامداره پراختیا کیلي ده.

وروسته تردې چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو دا اندېښنې پیدا شوې چې ښایي امنیتي ګواښونه له افغانستانه منځنۍ اسیا ته مخه کړي.

دا وېره هم زیاته شوه چې ممکن په لسګونو زره کډوال په تېره بیا د افغانستان له شمالي ولایتونو منځنۍ اسیا ته مخه کړي.

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له خپل ترکمنستاني سیال سره تر خبرو وروسته خبرې غونډې ته وویل، تاشکند او عشق اباد به د افغانستان له خلکو سره د سولې او ثبات د ټینګېدو په خاطر مرسته وکړي او دا دواړه هېوادونه دا نیت لري چې د افغانستان په تړاو د څو هېوادونو ترمنځ مشترکو پروژو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ترکمنستان ولسمشر بردي محمدوف هم وویل چې د افغانستان په برخه کې د تاشکند او عشق اباد همکاري کولی شي چې افغانستان کې د سیاسي-اجتماعي وضعیت په عادي کېدو او اقتصادي وضعیت کې مرستندویه شي.

بل لورته د افغانستان د بل شمالي ګاونډي تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې پر اوږدو وضعیت کړکېچن دی.

یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تاجکستاني وسله والو ته وسلې، مهمات او وسایط ورکړي دي او دا کسان یې له پولي سره ځای پرځای کړي دي. بل لورته د دې سرچینې په وینا طالبانو په بدخشان کې ایغور وسله وال له چین سره د پولې له اوږدو لېرې کړي دي.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې پر اوږدو وضعیت کړکېچن دی.
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې پر اوږدو وضعیت کړکېچن دی.

د تاجکستان یوه سرحدي چارواکي ویلي دي چې تاجکستاني وسله وال په بدخشان کې له نوېو وسلو سره لیدل شوي دي او له دوی سره د امریکایي هاموي زرهدارو په ګډون یو شمېر نوې وسایط شته.

دا ادعا په بدخشان کې د افغان پوځ یوه پخواني افسرچې د موضوع د حساسیت له کبله یې د خپل نوم له اخیستو ډډه وکړه، تایید کړه.

د تاجکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ وروسته تردې زیاتې شوې چې

د تاجکستان ولسمشر د ملګروملتونو عمومي غونډې کې تېره میاشت په خپله وینا کې وویل چې په افغانستان کې دې یو همه شموله حکومت جوړ شي، داسې حکومت چې په هغه کې د ټولو سیاسي ډلو، لږکیو او قومونو استازي وي.

طالبانو د ښاغلي رحمان دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده او تاجکستان ته یې خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG