د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: طالبانو دایکندي کې ۱۳ هزاره ګان 'ناحقه' وژلي

د افغانستان په نقشه کې د دایکندي ولایت
د افغانستان په نقشه کې د دایکندي ولایت

د بښنې نړیوال سازمان Amnesty International ویلي چې طالبانو دیارلس هزاره ګان په دایکندي ولایت کې په ناحقه/ناقانونه وژلي دي.

د یوې څېړنې له مخې چې د یاد سازمان له خوا شوې ګڼ دا قربانیان هغه سرتیري وو چې له طالبانو سره یوځای شوي وو.

د بښنې نړیوال سازمان نن ویلي، دا هزاره ګان دوه اوونۍ وروسته له هغه د دایکندي ولایت په کاهور کلي کې د طالبانو له خوا وژل شوي چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا راپور په کلکه رد کړ:​"دا راپور په کلکه ردوو. داسې پېښه هېڅ ځای کې نه ده شوې. البته چې په جنګي حالت کې کومه پوسته یا اربکی وو او جنګ کې وژل شوی، استثنا شته مګر کله چې چېرته جنګ نه وي هېڅ داسې کومه پېښه نه لرو چې چا ته زیان رسیدلی وي."

طالبانو د اسد په ۲۳ د دایکندي کنټرول په لاس کې واخیست.

د امنیستي انترنیشنل په څېړنه کې ویل شوي چې ۱۱ تنه وژل شوي کسان د امنیتي ځواکونو پخواني غړي وو او دوه نور بیا عام خلک وو چې یوه یې اولس کلنه نجلۍ وه.

طالبانو د کابل تر نیولو لږ وروسته عمومي بښنه هم اعلان کړه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په آذربایجان کې د افغانستان یو وګړی په ۱۰ کاله بند محکوم شوی

ارشیف
ارشیف

د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د افغانستان یو وګړی په ۱۰ کاله بند محکوم شوی دی.

د دې هېواد د رسنیو د راپورونو له مخې، د باکو د لویو جرمونو محکمې د یوه افغان په اړه چې نوم یې فوزان موسی خان ښودل شوی، نن چهارشنبې خپله فیصله اعلان کړه.

د آذربایجان د ملي امنیت ادارې په خپله ویبپاڼه کې په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي چې موسی خان شاوخوا یو کال مخکې په باکو کې د یوې تروریستي حملې د پلانولو په تور د دې هېواد د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی و.

ویل شوي چې نوموړی وروسته له هغې ونیول شو چې له یو شمېر کسانو سره چې هویت یې نه‌دی په ډاګه شوی، د وسلې د ترلاسه کولو لپاره اړیکې ټینګې کړې وې.

د اسیا جام او درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډله اعلان شوه

د اسیا جام او درې اړخیزو سیالیو په موخه د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله
د اسیا جام او درې اړخیزو سیالیو په موخه د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان او عربي متحده اماراتو پر وړاندې د درې اړخیزو سیالیو او اسیا جام په موخه د ۱۹ کلنو ځوانانو نوې جوړه شوې ملي لوبډله اعلان کړه.

د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۳۰مه نېټه کرکټ بورډ په یوه خبر کې ویلي چې د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله به د راتلونکې نومبر میاشتې په نهمه نېټه عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي او هلته به له پاکستان او کوربه هېواد سره لوبې ترسره کړي.

په اعلان شوې لوبډله کې محبوب تسکین د ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

په دې اتلس کسیزه لوبډله کې عزیزخان، فیصل خان، برکت ابراهیمزی، عزت بارکزی، عزیز میاخېل، حمزه علي‌خېل، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت‌الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم ښیوه‌وال، حفیظ ځدراڼ، الله محمد غضنفر او نصیر معروف خېل شامل دي.

دغه راز روح‌الله عرب، وحید ځدراڼ او سلمان خان په احتياطي لوبغاړو کې اخیستل شوي دي.

کرکټ بورډ ویلي چې اعلان شوې لوبډله به پر درې اړخیزو سیالیو سربېره د اسیا جام لپاره هم غوره شوې ده.

د درې اړخیزې لوبلړۍ په تړاو په خبر کې ویل شوي چې دا سیالۍ به د نومبر میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل او تر ۲۶مې نېټې به دوام لري.

د ویلو ده چې تر یادې لوبلړۍ وورسته به د اسیا جام سیالۍ د نومبر په ۲۹مه نېټه پیل او د ډسمبر میاشتې تر اتمې نېټې به دوام ولري.

د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتو خبر ورکړل شو

د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې یوه څنډه
د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې یوه څنډه

د ایران پولې ته څېرمه نیمروز ولایت کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې د یوه افغان د وژل کېدو او د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د حال‌وش په نوم د بشري حقونو ډلې چې د ایران سیستان-بلوچستان اړوند پېښو په اړه خبرونه خپروي، نن چهارشنبې پر ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر ولیکل چې د ایران پوله ساتي ځواکونه وروسته له هغې په صفري نقطه کې د طالبانو له یوې سرحدې پوستې سره په ډزو کې ښکېل شول چې د ایران د هیرمند ولسوالۍ اړوند ساسولي کلي کې دېره ایراني پوله ساتو ځواکونو پر یو شمېر هغو بلوڅانو ډزې وکړې چې پر پوله د تېلو د لېږد کاروبار مخ ته وړي او لږترلږه یو تن په‌کې ووژل شو.

حال‌وش ویلي چې وژل شوی کس د نعیم ریګي په نوم یو۲۶ کلن بلوڅ و.

دغه راز ویل شوي چې د دواړو لورو ترمنځ نښتو څو ساعته دوام وکړ.

خو د نیمروز ولایت د پل ابرېشم په سیمه کې د طالبانو کمیسار مولوي حنظله آزادي راډیو ته په خبرو کې په سیمه کې د دوی او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتو خبره رد کړه، خو یوازې د یوه کس وژل کېدل یې پرته له دې چې د څرنګوالي په اړه یې نور جزییات ورکړي، تایید کړل.

د وژل شوي افغان یوه نژدې خپل چې ځان د نعیم ترورزوی معرفي کوي، ازادي راډیو ته تایید کړه چې هغه تېره شپه داسې مهال د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو ووژل شوچې غوښتل یې پر پوله د ایران خواته واوړي.

په خپلواکه توګه د دا ډول پېښو په اړه د راپورونو تاییدل ګران کار دی.

خو د ایران سیستان-بلوچستان اړوند سیمو کې د دا ډول پېښو په اړه اکثراً رسنۍ د حال‌وش پر راپورونو اتکا کوي.

پکتيکا کې د طالبانو له لوري په غلا تورن يو کس ۳۹ دُرې وهل شوی

د پکتيکا ولايت نقشه
د پکتيکا ولايت نقشه

په پکتیکا ولایت کې نن چهارشنبې په غلا تورن یوه کس باندې تعزیري سزا عملي شوه.

د طالبانو د سترې محکمې د بیان له‌مخې د دې ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ابتدایي محکمې د پرېکړې له‌مخې تورن کس چې په شپږ کاله بند محکوم شوی، په ۳۹ دُرو ووهل شو.

په‌دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې پر مجرمینو د تعزیري سزګانو په عملي کېدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

طالبانو د تېرې یک‌شنبې په ورځ د فاریاب ولایت په دولت‌اباد ولسوالۍ کې یوکس د زنا په تور ۳۵ دُرې وواهه.
تورن کس په ۴ میاشتو زندان هم محکوم شوی.

دغه سزاګانې داسې مهال عملي کېږي چې، نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو ډلو په کراتو کراتو له طالبانو غوښتي چې په عام محضر کې پر مجرمینو د تعزیري سزاګانو له عملي کېدو لاس واخلي.

افغان کرکټ بورډ له زمبابوې سره د لوبو نېټې په ډاګه کړې

د افغانستان او زمبابوې کرکټ سيالۍ يو انځور
د افغانستان او زمبابوې کرکټ سيالۍ يو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د افغان ملي لوبډلې د راتلونکو لوبلړیو نېټې په ډاګه کړې.

د سه‌شنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۹مه نېټه کرکټ بورډ د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي چې، ملي لوبډله به یې د ډسمبر له نهمې نېټې د نوي ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنورۍ تر شپږمې نېټې پورې له زمبابوې سره درې لوبلړۍ ترسره کړي.

دغه لوبلړۍ چې د زمبابوې په کوربه‌توب ترسره کېږي په‌کې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ سيالۍ او دوه ټېسټ لوبې شاملې دي.

کرکټ بورډ لیکلي، د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د ډسمبر میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۲مه نېټه وي.

دغه‌راز د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به د همدې میاشتې په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۹مه نېټه ترسره شي.

د دې ترڅنګ د ټېسټ سیالیو لومړۍ لوبه به د ډسمبر میاشتې په ۲۶مه پیل او په ۳۰مه نېټه به پای ته ورسیږي او دویمه ټېسټ سیالي بیا د جنورۍ میاشتې په دویمه نېټه پیل او په شپږمه نېټه به یې اخري ورځ وي.

د ویلو ده چې تر یادو لوبلړیو وړاندې، افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د بنګله‌‌دېش پر وړاندې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

د رزمي ورزش پنځه افغان لوبغاړي په نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللي

ارشيف
ارشيف

د افغانستان د جیت کاندوی په نوم د رزمي ورزش پنځه لوبغاړي په نړیوالو سیالو کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللي دي.

د افغانستان د ورزش او بدني روزنې ریاست د بیان له‌‌مخې، د دې ریاست او د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې په ملاتړ پنځه لوبغاړي او یو څلور کسیز پلاوی تاشکند ته استول شوي دي.

په دغو لوبو کې چې ټاکل شوې، د نومبر له لومړی تر شپږمې نېټې په تاشکند کې ترسره شي، ۱۴ هېوادونه ګډون کوي او لوبغاړي یې په یوولسو ورزشي څانګو کې لوبیږي.

بدخشان کې د سرو زرو د يو کان نړېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي

د سرو زرو د ترلاسه کولو پروسه
د سرو زرو د ترلاسه کولو پروسه

په بدخشان کې د سروزرو د مینځلو د یوې کارخونې د نړېدو په پېښه کې درې کارګران مړه شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، دغه پېښه پرون سه‌شنبې د ارغنجواه ولسوالۍ په تاقرچه سیمه کې شوې ده.

د هغه په خبره دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې پر دغو کارګرانو د کار په مهال ناڅاپه کارخونه ونړېده.

د درې واړو کارګرانو مړي د طالبانو د امنیتي کسانو له‌‌‌خوا د نړېدلې کارخونې له خاورو را ايستلي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.

په بدخشان ولایت کې له‌‌دې مخکې هم دا ډول ډېرې پېښې تکرار شوي او یو عمده لامل یې دا ښودل شوی چې، د سیمې اوسېدونکي په غیرقانوني او غیرمعیاري ډول کانونه سپړي.

طالبانو يو ترکي شرکت سره د جوزجان د سمنټو د توليد د يوې فابريکې قرارداد لاسليک کړ

ارشيف
ارشيف

د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت پرون سه‌شنبې په جوزجان ولایت کې د سمنټو د تولید د یوې فابریکې قرارداد له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ.

د سمنټو د تولید دغه فابریکه د ترکي ۷۷ شرکت له‌خوا د ۱۶۳ ميلیونه ډالرو په پانګونې سره د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې جوړیږي.

د راپورونو له‌مخې په هغو مراسمو کې چې پرون په‌دې مناسبت په سیمه کې جوړشوي و، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په‌کې حضور درلود.

د طالبانو د کانونو او پترولیم د سرپرست وزیر ملا هدایت‌الله بدري په خبره د سمنټو د تولید په دغې فابریکه کې به د یو زرو ۲۵۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو حکومت چې په څه باندې درېیو کلونو کې یې د کانونو د استخراج او فابریکو او تاسیساتو د رغولو یو زیات شمېر قراردادونه لاسلیک کړي، پرې یو انتقاد د دغو قراردادونو پر روڼوالي څرخي.

يونېسف په کابل کې د اوبو پر کمښت اندېښنه ښودلې

ارشيف
ارشيف

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف خبرداری ورکوي چې، که عاجل اقدام ونه‌شي، تر۲۰۳۰م کال پورې به د کابل ښار د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي.

د ملګروملتونو دغې ادارې پرون سه‌شنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې ولیکل، په کابل کې د خلکو د هستوګنې چټک بهیر او د اقلیم د بدلون اغېزې د دې سبب شوي چې، په‌دې ښار کې د تر ځمکې لاندې اوبو اندازه د پام وړ کمه شي.

د یونېسف په وینا له لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته افغانستان دا تیاری نه‌لري، چې د اقلیم د بدلون له اغېزو سره مقابله وکړي.

یوشمېر کارپوهان په کابل کې د پاکو اوبو د تامین یوه لنډمهاله حل‌لاره، دې ښار ته د پنجشېر سیند د اوبو لېږدول بولي.

خو د پاکو اوبو د کمښت ستونزه یوازې په کابل پورې نه محدودیږي، بلکې د افغنستان اکثره نور ښارونه هم له دغې ستونزې سره مخ دي.

د ملګروملتونو په وینا د افغانستان شاوخوا ۸۰سلنه وګړي، پاکو اوبو ته کافي لاس‌رسی نه‌لري.

اوچا له افغانستان سره د اسټرالیا د ۱،۳ میلیون ډالره مرستې خبر ورکړ

د اسټرالیا بیرغ
د اسټرالیا بیرغ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا له افغانستان سره د اسټرالیا د ۱،۳ میلیون ډالره مرستې خبر ورکوي.

اوچا پر ایکس شبکې په یوه بیان کې د دې مرستې خبر ورکړی او ورسره یې لیکلي دي چې دا مرسته په روان ۲۰۲۴م کال کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره شوې ده.

اوچا په خپل بیان کې د اسټرالیا څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د دې هېواد مرسته به په افغانستان کې د زیانګالو خلکو د ژوند ژغورنې پر چاره ولګول شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG