د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ تله ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۲۱

نشنل: له اوو ورځو راهیسې درې افغان ښځو په سکاټلنډ کې د خوړو اعتصاب پیل کړی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا په پوځي اډو کې د مېشتو افغانانو د وضعیت په اړه لیکلي دي.

یاد افغانان په وروستیو کې له افغانستان څخه متحده ایالاتو ته انتقال شوي دي.

نږدې ۵۳،۰۰۰ افغانان د متحده ایالاتو په بېلابېلو برخو کې په اتو نظامي اډو کې شپې ورځې تېروي او په زرګونه نور له دې هېواده دباندې په امریکايي اډو کې وتلو ته سترګې په لاره دي.

یوه پوځي چارواکي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې پوځي اډې په استوګنځایونو بدلې شوې دي.

مقاله په متحده ایالاتو کې په یوه پوځي کمپ کې د افغانانو د ورځني ژوند یوه برخه انځوروي.

په مقاله کې راغلي چې د مني په نسبتاً ګرمو ورځو کې ځیني افغانان له امریکایي سرتېرو سره فوټبال کوي، کوچنیان له داوطلبانو سره په هنري کارونو بوخت وي لکه نقاشي او د ورځپاڼې په وینا د دوی میندې انګلیسي زده کوي.

خو په مقاله کې راغلي چې نظامي کمپ ته له ورتګ وروسته هېڅ یو یې له هغه ځایه دباندې نه‌دی وتلی پرته له هغو چې د امریکا تبعه دي یا د دې هېواد د دایمي اقامت کارت لري.

  • نشنل

د سکاټلنډ چاپ نشنل خپرونې په دې اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې اووه ورځې کېږي درې افغان ښځو په سکاټلنډ کې د خوړو اعتصاب پیل کړی دی او دوی د دې هېواد له وګړو غواړي چې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خپل غږ پورته کړي.

د مقالې په وینا دغو درې ښځو چې میندې هم دي، له اوو ورځو راهیسې د افغان ښځو وضعیت ته د نړۍ د پام اړولو په خاطر یوازې اوبه څښلې دي.

د نشنل په مقاله کې راغلي چې دغو ښځو د بریتانیا، جرمني او سویډن په ګډون له ګڼو هېوادونو د ملاتړ پيغامونه ترلاسه کړي.

د مقالې په وینا دغه درې ښځې د طالبانو د غچ له بېري نه‌غواړي نومونه‌یې واخیستل شي.

وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې خپل واک اعلان کړ، د مقالې په لیکنه سلګونه افغان پناه غوښتونکي سکاټلنډ ته رسېدلي.

  • جیوریسټ

د جیوریسټ په نوم یوې انلاین خپرونې د امنېستي انټرنشنل یا بخښنې نړیوال سازمان هغه راپور ته اشاره کړې چې وايي پولنډ په غیر قانوني توګه افغانان باسي.

د دې مقالې په لیکنه، د دې سازمان څېړنې څرګنده کړې چې د غیر قانوني ایستلو ترڅنګ افغانان په پولنډ کې د خوړو، پاکو اوبو او نظافت د اسانتیاوو د کمښت په حال کې وخت تېروي.

د امنېستي انټرنشنل څېړنه ښيي چې اوس‌مهال ۳۲ افغان پناه غوښتونکي په ډېر بد وضعیت کې په پولنډ کې شپې ورځې تېروي.

دې سازمان له پولنډه غوښتي چې دا کار ودروي او هغه کسان ومني چې دې هېواد ته پناه وروړي.

XS
SM
MD
LG