د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۵ ملیونو واوښت


ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو لپاره کېندل شوي قبرونه
ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو لپاره کېندل شوي قبرونه

په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر د جمعې تر ورځې پورې تر ۵ ملیونو واوښت.

د کرونا د ډېلتا بڼې خپرېدو او د بې‌وزلو او شتمنو هېوادونو په منځ کې د واکسین په برخه کې نابرابري د کرونا وبا له کبله د مړینو د شمېر په زیاتېدو کې رول لرلی دی.

په وروستۍ یوه اوونۍ کې تر نیمايي ډېر کسان په امریکا، روسیې، برازیل، مکسیکو او هند کې مړه شوي دي.

یوازې په وروستیو ۸ میاشتو کې دوه نیم ملیون تنه مړه شوي حال دا چې همدومره نور په یو نیم کال کې مړه شوي وو.

تېره اوونۍ په نړۍ کې په متوسط ډول د ورځې ۸ زره او په هره دقیقه کې ۵ تنه مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ځینو هېوادونو کې یو شمېر خلک نه‌غواړي چې واکسین وکړي، خو په ځینو نورو کې بیا کافي واکسین نه‌شته.

XS
SM
MD
LG