د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د دوبۍ په نړیوال نندارتون د افغانستان ځای خالي و


ارشیف، دوبۍ کې نندارتون
ارشیف، دوبۍ کې نندارتون

څو ساعته وروسته له دې چې پرون جمعه په دوبۍ کې نړیوال نندارتون پرانیستل شو، د افغانستان د برخې دروازه بنده پاتې شوه او دا د هغو ننګونو یوه نښه ده چې په افغانستان کې د طالبانو نوي واکمنان ورسره مخامخ دي.

افغانستان یو له ۲۰۰ هېوادونو څخه دی چې له تېرو ۸ کلونو راهیسې په دغه شپږ میاشتني نندارتون کې ګډون کوي.

دا نندارتون د کرونا وبا له کبله یو کال ځنډول شوی و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نندارتون په ودانۍ کې یوه امنیتي ساتونکي وویل، له څو اوونیو راهیسې یې د افغانستان په غرفه کې څوک نه دي لیدلي.

څرګنده نه ده چې د افغانستان غرفه به په کومه بله نېټه پرانېستل شي او که نه؟

د نندارتون یوه مسوول رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان د نندارتون ټیم حاضر نه و، خو څرګنده نه شوه چې د دوبۍ د نړیوال نندارتون د دغه مسوول اشاره د افغانستان د مخکیني حکومت ټیم ته وه او که اوسني ته؟

رویټرز وايي چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت او د دوبۍ حکومت په دې اړه د دوی پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

وړم کال په دې نندارتون کې د افغانستان وچه میوه نندارې ته اېښودل شوې وې.
وړم کال په دې نندارتون کې د افغانستان وچه میوه نندارې ته اېښودل شوې وې.

طالبان تراوسه پورې په دې کې پاتې راغلي چې خپل حکومت پر نړیوالو په رسمیت وپېژني او د دوی حکومت چې په کابینه کې یې هېڅ ښځه نه شته د لوېدیځو هېوادونو له انتقادونو سره مخامخ دی.

د پنجشنبې په ورځ د دوبۍ د نړیوال نندارتون د پرانېستنې په مراسمو کې په نندارتون کې د نورو هېوادونو ترمنخ د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ وښودل شو، خو طالبان د خپلې ډلې سپین بیرغ د خپل اسلامي امارت بیرغ ګڼي.

متحده عربي امارات چې د امریکا نژدې متحد هېواد دی، د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني کوربه توب کوي.

XS
SM
MD
LG