د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

ملابرادر: نړۍ سره ښې اړیکې غواړو، هېچا ته د زیان رسولو پالیسي نه لرو


د طالبانو د رییس الوزا مرستیال عبدالغني برادر
د طالبانو د رییس الوزا مرستیال عبدالغني برادر

پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د فشار په دوام، دې ډلې په کابل کې مېشت بهرني ډپلوماټان بهرنیو چارو وزارت کې مېلمانه کړي او له نړۍ سره یې د ښو اړیکو پیغام ورکړی.

دې غونډې ته په خبرو کې د طالبانو د رییس الوزا لومړي مرستیال عبدالغني برادر ویلي، حکومت یې هېڅ هېواد ته د زیان رسولو پالیسي نه‌لري او که څوک له دوی سره ستونزه ولري، چمتو دي چې د خبرو له لارې یې حل کړي.

دې غونډې ته په خبرو کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم ټینګار کړی چې حکومت یې غواړي په کوردننه د ښې حکومتوالۍ او سیمې او نړۍ سره د اړیکو په برخه کې یو نوی سیاسي فصل پرانیزي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، افغانستان له ۱۹۷۸کال راهیسې د پردیو لاس‌وهنو، یرغلونو او کورنیو جګړو قرباني پاتې شوی، خو دوی نور نه غواړي د نورو ترمنځ د سیالیو قرباني شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

متقي وایي: "موږ نه یوازې د امریکا له متحده ایالاتو سره، بلکې له ګاونډیو هېوادونو، اسلامي نړۍ، خلیجي هېوادونو، د سیمې له هېوادونو او اروپايي هېوادونو سره هم د متقابل تعامل او مشترکو ګټو پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړو. موږ له اوږدې تحمیلي جګړې وروسته، غواړو د یوه متوازن بهرني سیاست د خپلولو له لارې ټولو سره په سوله او تفاهم کې ژوند وکړو. افغانستان نه غواړي د نورو ترمنځ د سیالیو قرباني شي، بلکې له ټولو سره نژدې اړیکې غواړي. "

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دوحې هوکړې د بشپړ عملي کېدو غوښتنه کړې او زیاتوي، د دې هوکړې عملي کېدل کولای شي د دوی او د امریکا ترمنځ په اړیکو کې شته ستونزې اوارې کړي.

امیرخان متقي ډاډ ورکوي چې له دې وروسته به له افغانستانه نه یوازې دا چې د ناامنۍ د لېږد اندېښنې نه وي، بلکې دا هېواد به د ټرانزيټ په مرکز بدل شي.

دا په ښکاره له نړیوالې ټولنې خپل حکومت ته د یوه مشروعیت پیدا کولو لپاره د طالبانو هڅه او له نړۍ سره د ښو ډپلوماټیکو اړیکو د پیلېدو یو کوچنی ګام بلل کېږي.

خو له دې ټولو سره-سره، ورځ تر بلې د طالبانو او په ګاونډ کې یې د پروت تاجیکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې کېږي.

تر دې چې دواړو خواوو په یوه ډول یوه او بل ته د خپل نظامي قوت ښودنه کړې.

تاجیکستان د افغانستان پولې ته نږدې د خپلو پرمختللیو وسلو نظامي مانورونه کړي.

طالبانو هم د بدخشان او کندز په ګډون تاجیکستان ته په نږدې پرتو ولایتونو کې خپله بدري قطعه ځای پر ځای کړې او په همدې ښارونو کې یې پوځي تمرینات کړي. وضعیت تر دې ترینګلی شوی چې روسیې پر دواړو خواوو د نرمښت غږ کړی.

د طالبانو د رسنیزې ډلې غړی بلال کریمي دا هر څه د تاجیکستان له‌خوا د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس‌وهنې پایله بولي:​ "له نورو هېوادونو مو هم هیله دا ده چې زموږ د هېواد په کورنیو چارو کې له مداخلې ډډه وکړي، ځکه دا نه د افغانانو او نه هم د نورو هېوادونو په ګټه ده. "

تاجیکستان په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت پلوي کړې او تر خوا یې په پنجشېر کې د مقاومت جبهې ننګې ته را دانګلي.

د دې تر خوا یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو د حکومت مخالف دي، تاجیکستان کې مېشت دي.

دې دوو موضوعاتو د تاجیکستان په اړه د طالبانو په دریځ بد اغېز کړی او په خپل ګاونډ کې دې پروت هېواد ته له یوې داسې زاویې ګوري چې ګوندې ستونزې یې لا ورسره ډېرې شي.

XS
SM
MD
LG