د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

ماشومانو ته د کرونا واکسین په اړه معلومات امریکا ته وسپارل شول


ارشیف، د کرونا ضد واکسینونه
ارشیف، د کرونا ضد واکسینونه

فایزر شرکت او د هغه جرمني شریک بایو ان ټیک ماشومانو ته د کووېډـ۱۹ ضد واکسین د لګولو په اړه خپل لومړني معلومات د امریکا د خوړو او درملو د تنظیم ادارې ته وسپارل.

دغو درمل جوړوونکو شرکتونو پرون وویل چې د دوی ازمېښت وښوده چې دغه واکسین هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې د ۵ او ۱۱ کلونو ترمنځ دي، خوندي دی.

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې دا مهال ۱۲ کلنو او تردې لویو کسانو ته د فایزر واکسین دوه ډوزونه یا دوې ستنې لګول کېږي.

فایزر او بایو ان ټیک شرکتونو ویلي وو چې دوی به د امریکا د خوړو او درملو د تنظیم ادارې ته خپل غوښتنلیک وسپاري چې په را روانو اوونیو کې ماشومانو ته د دې واکسین د اضطراري لګولو اجازه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG