د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

افغان فوټبالرې پوپل له ورزشکارانو سره همکاري کړې څو له هېواده ووځي


د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم پخوانۍ کپټانه خالده پوپل
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم پخوانۍ کپټانه خالده پوپل

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم پخوانۍ کپټانه خالده پوپل وايي، له ورزشکارانو سره یې همکاري کړې چې د طالبانو له راتلو وروسته له افغانستانه راووځي.

اغلې پوپل اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې هغې او ملاتړو یې ډېره هڅه وکړه څو د افغانستان د ولایتونو ورزشکارانې بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شي.

اغلې پوپل زیاته کړه: "هغوی مجبوره وې چې خپلې کورنۍ پرېږدي. مجبوره وې چې خپل کور کلی پرېږدي ځکه کورونه یې سوځول کېدل. ځینو یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړل. د ځینو نورو د کورنۍ غړي طالبانو وړي. نه پوهېږو چې څه ورسره شوي؟"

طالبانو د خالدې پوپل د دې خبرو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی، خو ویلي يې دي چې دوی له چا سره کار نه لري.

له دې مخکې راپورونه ورکړل شوي چې افغان ورزشکارانې په پرتګال او اسټرالیا کې منل شوي دي.

خو بیا هم سلګونه افغان ورزشکارانې په افغانستان کې پاتې او راتلونکې ته اندېښمنې دي.

طالبانو په خپله تېره دوره کې هم د نجونو ورزش منع کړی و او اوسنۍ دوره کې هم د نجونو سپورټ له خنډ سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG