د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

هند: د افغانستان له بې ثباتۍ دې هېڅ هېواد د ځان په ګټه کار نه اخلي


د هند صدراعظم نارندرا مودي
د هند صدراعظم نارندرا مودي

د هند صدراعظم نارندرا مودي وایي، د افغانستان له بې ثباتۍ باید هېڅ یو هېواد د ځان په ګټه کار وانه خلي.

ښاغلي مودي دغه څرګندونې پرون شنبې د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې وکړې: "د دې مسالې یقیني کول کاملاً حیاتي دي چې د افغانستان له خاورې باید د ترورېزم د خپرېدو او د تروریستو حملو لپاره کار وانه خېستل شي."

د هند صدراعظم که څه هم د کوم مشخص هېواد نوم وانه خېست، خو اشاره یې پاکستان او چین ته وه او ویې ویل، هغه هېوادونه چې زاړه فکرونه لري، له ترورېزمه د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي خو په دې نه پوهېږي چې ترورېزم په خپله د دوی لپاره هم یو لوی ګواښ دی.

نړیوال باید خپل مسولیت پرځای کړي او د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

مودي په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وضعیت ته په اشاره وویل چې په اوس وخت کې د افغانستان وګړي، ښځې او ماشومان او اقلیتونه مرستې ته اړتیا لري. د هغه په وینا موږ باید خپل مسولیت پرځای کړو او له دوی سره مرسته وکړو.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د مودي تر وینا یوه ورځ مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره همکاري وکړي.

عمران خان دغه راز پر خپل سیال هند هم سخت انتقاد وکړ او د هند حکومت یې تورن کړ چې د ده په وینا د مسلمانانو پر ضد د ترورېزم یوه لړۍ مخ ته وړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره همکاري وکړي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره همکاري وکړي.

عمران خان له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د همکارۍ په اړه وویل چې که نړیوال طالبانو ته ځینې امتیازات ورکړي او له هغوی سره خبرو ته کښیني او تشویق یې کړي، نو به رامنځته کیدونکی حالت د ټولو په ګټه وي.

د پاکستان صدراعظم دغه راز ټینګار وکړ چې د افغانستان د خلکو په خاطر باید د دې هېواد اوسنی حکومت پیاوړی شي او ثبات ومومي.

د طالبانو حکومت تراوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پیژندلی او ډېرو هېوادونو ویلي چې د طالبانو د کړو وړو په اساس به پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG