د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

ملګري ملتونه: ژمی راروان دی افغانستان د لوږې له سمدستي خطر سره مخ دی


ارشیف،کانیم وویل چې سخت ژمی لېرې پرتو او غرنیو سیمو ته د مرستو رسول ستونزمن کوي.
ارشیف،کانیم وویل چې سخت ژمی لېرې پرتو او غرنیو سیمو ته د مرستو رسول ستونزمن کوي.

د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق اجرائیوي مشره ناتالیا کانیم وایي، اوس چې ژمی را روان دی او په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته خدمتونه ګډوډ شوي، دا هېواد د لوږې له سمدستي خطر سره مخامخ دی.

نوموړې دغه خبرداری پرون شنبې په نیویارک کې له خپل دفتره له فرانس پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ورکړ.

هغې وویل، دا به مبالغه نه وي که ووایي چې د افغانستان د شااوخوا ۳۳ میلیونه وګړو یو پر درېیمه برخه به یې له سمدستي لوږې سره مخامخ شي.

کانیم دغه راز وویل چې سخت ژمی لېرې پرتو او غرنیو سیمو ته د مرستو رسول ستونزمن کوي. پردې سربېره به د کرونا د خپرې شوې وبا له امله چې اوس یې هم وضعیت پیچلی کړی، په ژمي کې ستونزې لا ډېرې شي.

مېرمن کانیم په تېره بیا د ښځو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ باله او زیاته یې کړه، په افغانستان کې ډېرې ښځې په تېره د هغو سیمو اوسیدونکې چې په کې له لسیزو راهیسې جګړې روانې وې، له بد حالت سره ځکه مخامخې دي چې ډېرې دغه ښځې د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکي دي.

هغې ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو د حقونو باید په دغې انتقالي مرحله کې درناوی وشي او زیاته یې کړه چې افغان ښځو کلونو کلونو په ډانګ پیلي توګه ویلي چې د تعلیم او روغتیایي خدمتونو د حق غوښتونکي دي او غواړي چې په ټولنه کې فعاله ونډه ولري.

مېرمن کانیم په تېره بیا د ښځو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ باله
مېرمن کانیم په تېره بیا د ښځو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ باله

سره له دې چې طالبانو ویلي چې د اسلام په چوکاټ کې به ښځو ته ټول حقوق ورکړي، خو ډېر پر دې شک کوي ځکه تر اوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستل شوي او طالبانو ویلي چې په دې اړه پر یوې طرحې کار کوي. دغه راز د طالبانو په کابینه کې هم هېڅ یوه ښځه نشته.

د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق اجراییوي مشرې ناتالیا کانیم دغه راز د افغانستان روغتیایي سیسټم ته هم ډېره اندېښنه وښوده ویې ویل،که دغه سیسټم ړنګ شي نو دا به یوه لویه غمیزه وي.

مېرمن کانیم وویل، افغانستان هغه هېواد دی چې د امیندوارۍ پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه په کې ډېره لوړه ده.

تردې وړاندې د روغتیا د نړیوال سازمان رییس ټېډروس ادهانیم ګبریسیوس د تېرې پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، که فوري اقدامات ونه شي، ډېره لېرې به ونه وي چې افغانستان له یوې بشرې غمیزې سره مخامخ شي.

ګبریسوس هم په دې هېواد کې روغتیایي وضعیت ته ډېره اندېښنه وښوده او ویې ویل، روغتیایي کارکوونکي له دې هېواده ووځي چې د ده په وینا د مغزونو دغه فرار به د افغانستان لپاره وړاندې کلونه بدې پایلې ولري.

XS
SM
MD
LG