د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

امریکا پر افغانستان له لګول شوېو بندیزونو دوه لېرې کړل


ارشیف
ارشیف

د امریکا متحد ایالاتونو پر افغانستان له لګول شویو بندیزونو څخه دوه لېرې کړل، څو د طالبانو تر واک لاندې جګړو ځپلو سیمو ته بشري مرستې ورسېږي.

د متحد ایالاتونو د خزانې وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وویل، دا پرېکړه د متحد ایالاتونو حکومت، مرستندویه ډلو او نړیوالو سازمانونو ته لار هواروي چې په افغانستان کې بشري مرستې وکړي او بشري مرستندویه هلو ځلو کې ونډه واخلي.

فرانس پرېس اژانس په خپل راپور کې د امریکا د خزانې وزارت په وینا دا خبره هم را اخیستې ده چې وایي، د زراعتي موادو، دارو درملو او طبي وسایلو ته یې هم اجازه ورکړې ده چې افغانستان ته صادر شي.

د امریکا د خزاني په وزارت کې د بهرنیو مرستو د کنټرول د برخې مسوول اندریا ګاسکي وایي، د خزانې وزارت به له مالي موسساتو، نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي سازمانونو سره همکاریو ته ادامه ورکړي چې د مهمو شیانو لکه زراعتي توکي، دارو درمل او نور ضروري شیانو اړتیا کمه شي.

په دې ترڅ کې واشنګټن د طالبانو، حقاني شبکې او نورو ډلو پر ضد چې بندیزونه یې پرې لګیدلي دي خپلو بندیزونو ته ادامه ورکوي.

واشنګټن هم د افغانستان څه باندې نهه میلیارډه ډالر اسعاري زیرمه کنګل کړې
واشنګټن هم د افغانستان څه باندې نهه میلیارډه ډالر اسعاري زیرمه کنګل کړې

د اګسټ له پنځلسمې را وروسته چې طالبانو کابل ونیو د بندیزونو له امله او له افغانستان سره د بهرنیو مرستو د بندېدو په خاطر په افغانستان کې د خوراکي او سون موادو بیې زیاتې شوې دي او نقدې پیسې کمې شوې دي.

د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک د طالبانو تر واکمنۍ وروسته خپل فعالیتونه په افغانستان کې درولي دي چې له دې سره د پیسو نړیوال صندوق تېره میاشت له افغانستان سره د درې سوه څلویښت میلیونه ډالرو مرستې تیره وځنډولې.

واشنګټن هم د افغانستان څه باندې نهه میلیارډه ډالر اسعاري زیرمه کنګل کړې ده او د لېرې شوي حکومت د مرکزي بانک رئیس خبرداری ورکړی دی چې له دې سره د اقتصادي بحران د رامنځته کېدو وېره شته.

په افغانستان کې اوس د طالبانو حکومت عادي افغانانو ته په اونۍ کې د دوه سوه ډالرو د ایستلو اجازه ورکوي او سوداګرو ته د میاشتې د پنځه ویشت زره ډالرو.

افغان سوداګر خبرداری ورکوي که دا بندیز ژر تر ژره لرې نه شي په افغانستان کې به خوراکي او نور اجناس کم شي.

XS
SM
MD
LG