د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

امریکا، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې طالبانو ته یو لړ وړاندیزونه وکړل


کابل کې یو شمېر وسله وال طالبان
کابل کې یو شمېر وسله وال طالبان

د امریکا متحد ایالاتونو، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې د افغانستان په اړه په خپله غونډه کې طالبانو ته یو لړ وړاندیزونه وکړل.

د امنیت شورا دغو پنځو دایمي غړیو پر طالبانو غږ وکړ چې داسې حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان ځانونه په کې وویني او د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو د افغانستان په اړه ګډ دریځ خپل کړ. دوی د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې په نیویارک کې وویل، پر طالبانو به فشار راولي چې اوس تر پوځي واکمنۍ وروسته ټولشموله شي.

چین او روسیې د طالبانو د تیرې میاشتې بریا د متحد ایالاتونو ماتې وګڼله او څرګنده یې کړه چې له طالبانو سره کار وشي، خو د امنیت شورا یوه غړي هم دا ونه ویل چې دوی به د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت پیژني.

د امنیت شورا تر غونډې وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش خبریالانو ته وویل، د امنیت شورا د غونډې غړي یو سوله ییز او باثباته افغانستان غواړي چې هلته بشري مرستې له ستونزو او تبعیض پرته وویشل شي.

انتونیو ګوتیرش وویل، د امنیت شورا د غونډې غړي یو سوله ییز او باثباته افغانستان غواړي
انتونیو ګوتیرش وویل، د امنیت شورا د غونډې غړي یو سوله ییز او باثباته افغانستان غواړي

ګوتیرش زیاته کړه: "داسې افغانستان غواړو چې هلته د مېرمنو او نجونو حقونو ته درناوی وشي، هلته د ترهګرو پناهځای نه وي او داسې حکومت ولري چې پراخ بنسټه وي او د ټولنې ټولې برخې استازیتوب په کې ولري."

د امریکا د متحد ایالاتونو، بریتانیا، فرانسې او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې خپله حضور درلود او د چین د بهرنیو چارو وزیر انلاین برخه په کې اخیستې وه.

دې خبرو تر یوه ساعت ډېر دوام وکړ. فرانس پرېس اژانس د یوه امریکایي چارواکي په وینا لیکي چې په دې غونډه کې همغږي زیاته وه او هیله ده چې طالبان به د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

دې چارواکي زیاته کړه چې دی فکر نه کوي چې د طالبانو له اوسني موقتي حکومته به څوک راضي وي او د چین په ګډون به یې څوک په رسمیت پېژني.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټرس دا غونډه رغنده وبلله او په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ یون تر غونډې مخکې فرانس پرېس اژانس ته وویل چې د امنیت شورا ټول غړي په افغانستان کې یو پراخ بنسټه متحد حکومت غواړي.

چین تردې مخکې د امریکا پر متحد ایالاتونو انتقاد کړی و چې ولې یې د افغانستان په میلیارډونو ډالر اسعاري زېرمه کنګل کړې ده، خو په ورته وخت کې پیکنګ غواړي چې په ګاونډ کې یې د افراطي ډلو مرکز نه وي.

XS
SM
MD
LG