د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

افغانستان کې سروې: لسو کې ۹ تنه بشپړ خواړه نه لري او ۷ یې په پور خوري


 عارف حسین خبرداری ورکړ چې د ژمي په درشل کې په افغانستان کې خوراکي موادو ته بېړنۍ اړتیا شته.
عارف حسین خبرداری ورکړ چې د ژمي په درشل کې په افغانستان کې خوراکي موادو ته بېړنۍ اړتیا شته.

د کارونو او نغدو پیسو نشتوالي او د نرخونو لوړېدو په افغانستان کې د لوږې او خوارۍ یو نوی باب پرانیستی دی.

دا خبرداری د خوړو نړیوال سازمان پرون ورکړ. د دې بنسټ په وینا، د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې ښاریان او کلیوال د خوراکي مواد له جدي کمښت سره مخامخ شوي دي.

د خوړو د نړیوال سازمان د اقتصادي برخې مسوول عارف حسین خبرداری ورکړچې د ژمي په درشل کې په افغانستان کې خوراکي موادو ته بېړنۍ اړتیا شته.

ښاغلي حسین زیاته کړه: "زموږ سروې څرګندوي چې د اوس لپاره په لسو کسانو کې نهه تنه بشپړ خواړه نه لري. په لسو کې اووه تنه له خورا بد وضعیت سره مخامخ دي، یعنې خواړه پور کوي، لږ خوري یا هم ډېر بې کیفیته خواړه خوري. په تېرو دوو اونیو کې شااوخوا پنځوس په سلو کې افغانان د لږ تر لږه یو وخت خوړو له کمبود سره مخامخ شوي دي. اوس یې وخت راغلی دی چې دې ناورین ته ځواب وویل شي، موږ دوه سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو چې تر ژمي مخکې خلکو ته خواړه ورسوو."

د خوړو د نړیوال سازمان د نظر پوښتنې له مخې پنځه په سلو کې افغانان د ورځې درې ځله سم خواړه ترلاسه کولی شي.

د داسې لوږې په ترڅ کې بیا په افغانستان کې دارو درمل په خلاصېدو دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهانوم ګبریوسس په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې نژدې ده د افغانستان روغتیایي نظام له منځه ولاړ شي.

ده خبرداری ورکړ که چېرته سمدستي هڅې ونه شي افغانستان به له انساني ناورین سره مخامخ شي.

د خوړو د نړیوال سازمان د نظر پوښتنې له مخې پنځه په سلو کې افغانان د ورځې درې ځله سم خواړه ترلاسه کولی شي.
د خوړو د نړیوال سازمان د نظر پوښتنې له مخې پنځه په سلو کې افغانان د ورځې درې ځله سم خواړه ترلاسه کولی شي.

تر دې خبرداری وروسته د ملګروملتونو د بشري چارو او بېړنیو مرستو همغږه کوونکي مارتین ګریفیټس وویل، ملګروملتونو د افغانستان د روغتیایي نظام د خوندیتوب لپاره د ۴۵ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې تصویب کړې.

ښاغلي ګریفیټس په خبرپاڼو کې خبرداری هم ورکړچې درمل او د سونګ مواد په افغانستان کې د خلاصېدو په حال کې دي.

د خوړو نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی دی که سمدستي مرستې ونه شي په راتلونکې یوې میاشتې کې به په افغانستان کې د خوراکي موادو زېرمې تشې شي.

یو شمېرمرستندویه هېوادو تیره اوونۍ په جنیوا کې د ملګروملتونو له لوري په جوړه شوې غونډه کې له افغانستان سره د یو اعشاریه دوه میلیارډه ډالرو مرستو ژمنې وکړې، خو تراوسه له دې پیسو په افغانستان کې له چا سره مرستې نه دي شوي او دې وضعیت د افغانانو او مرستندویه بنسټونو اندېښنې زیاتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG