د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

اسټرالیا: د ټکواندو ۷ افغان ورزشکارانې میلبورن کې استوګنې شوې


افغان ورزشکارانې
افغان ورزشکارانې

د اسټرالیا د سپورټ اتحادیې یوې چارواکې وویل چې د افغانستان د ټکواندو ۷ تنه ښځینه ورزشکارانې چې په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیته تښتېدلې وې، د اسټرالیا په میلبورن کې استوګنې شوې.

د اسټرالیا د ټکواندو ادارې اجرایه مدیرې، هیدر ګاریوک (Heather Garriock) د چهارشنبې په ورځ وویل، دغو ښځینه ورزشکارانو روانه اوونۍ د قرنطین موده بشپړه کړه.

د طالبانو چارواکو ویلي چې په ورزشي سیالیو کې د ښځو ګډون ته به اجازه ورنه کړل شي.

مېرمن هیدر د اسټرالیا د حکومت مننه کړې چې له افغانستانه یې د دغه ښځینه ټکواندوکارانو په ایستلو کې همکاري کړې ده.

XS
SM
MD
LG