د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

قطر: نړیواله ټولنه دې طالبانو سره وغږیږي او هغوی دې نه منزوي کوي


یو تن وسله وال طالب
یو تن وسله وال طالب

قطر پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی منزوي نه کړي.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې ته دا خبره هم وکړه چې له افغانستان سره دې نړیوال بشري مرستې وکړي.

نوموړي وویل: "موږ د نړیوالې ټولنې پر اهمیت ټینګار کووچې په دغه سخت حالت کې د افغانستان ملاتړ وکړي او د سیاسي اختلافاتو سربېره بشري مرستې ورسره وکړي. موږ همدا راز له طالبانو سره د خبرو د ادامې پر اهمیت ټینګار کوو ځکه چې دوی ته شا اړول اختلافات رامنځته کوي او عکس العملونه زیږوي بل لورته خبرې مثبتې نتیجې لرلی شي."

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني وویل چې له افغانستان سره دې نړیوال بشري مرستې هم وکړي.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني وویل چې له افغانستان سره دې نړیوال بشري مرستې هم وکړي.

له څه باندې یوې لسیزې راهیسې قطر د افغانستان په چارو کې د یوه مهم هېواد په توګه راڅرګند شوی دی.

شااوخوا ۱۱ کاله مخکې د افغانستان د طالبانو د تحریک یو شمېرمشران دغه هېواد ته ورغلل او درې کاله وروسته بیا په ۲۰۱۳ میلادي کې د دې ډلې سیاسي دفتر په پلازمېنه دوحه کې پرانېستل شو.

د همدې دفتر له لارې امریکايي پلاوي له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې چې د دوه زره شلم کال د فبروري په نهه ویشتمه یې د سولې موافقه سره لاسلیک کړه چې د دې تړون له مخې واشنګټن اعلان وکړچې خپل پوځیان به له افغانستانه وباسي.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني پرون سې شنبه (د وږي ۳۰مه) د ملګرو ملتونو عمومې غونډې ته وویل چې د واشنګټن دا پرېکړه ډېره مهمه وه: "د متحد ایالاتونو پرېکړه چې له افغانستانه به له طالبانو سره تر خبرو وروسته ځواکونه باسي د افغانستان لپاره د بدلون یو مهم ټکی و. دا لومړی د ټولو افغانانو مسوولیت دی او بیا د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې په سیستماتیک ډول او دوامدار ډول کار وکړي چې یوه هراړخیز سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او په دغه هېواد کې چې له اوږدې مودې راهیسې جګړو ځپلی دی ثبات ته لار هواره کړي."

طالبانو د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو او تېره اوونۍ د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني کابل ته ولاړ، هلته یې د طالبانو له مشرانو سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې داسې حکومت دې رامنځته شي چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.

XS
SM
MD
LG