د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

بایډن: امریکا اوس له افغانستان سره د نوې ثابتې ډپلوماسۍ په لور درومي


جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې
جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې

د امریکا د ولسمشر په توګه جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله لومړۍ وینا کې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو له پرېکړې دفاع وکړه.

ده پرون سې شنبه (د وري ۳۰مه) په نیویارک کې عمومي غونډې ته وویل چې متحد ایالاتونه اوس له افغانستان سره د نوې ثابتې ډپلوماسۍ په لور درومي.

بایډن زیاته کړه: "موږ په افغانستان کې شل کلن کړکېچ ته خاتمه ورکړه او د دوامداره جګړې فصل مو وتاړه، اوس د نوې ثابتې ډپلوماسۍ نوی فصل پرانیزو."

ولسمشر بایډن زیاته کړه که چېرته له ترهګرو سره د مبارزې لپاره اړتیا پيدا کېده، نو متحد ایالاتونه به له ځواکونو هم کار واخلي، خو ده ټینګار وکړ چې دا به تر ټولو وروستی انتخاب وي.

جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې امریکا په افغانستان کې شل کلن کړکېچ ته خاتمه ورکړه او د دوامداره جګړې فصل یې وتاړه، اوس د نوې ثابتې ډپلوماسۍ نوی فصل یې پرانیست.
جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې امریکا په افغانستان کې شل کلن کړکېچ ته خاتمه ورکړه او د دوامداره جګړې فصل یې وتاړه، اوس د نوې ثابتې ډپلوماسۍ نوی فصل یې پرانیست.

پربایډن د امریکا دننه او بهر د دې پرېکړې لپاره سختې نیوکې کېږي چې ولې یې ټول پوځیان له افغانستانه ایستل، خو ده د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل چې د متحد ایالاتونو ځواکونه باید په نړۍ کې د هرې ستونزې په خاطر چې رامنځته کېږي، تر سوال لاندې رانه شي.

ولسمشربایډن بیا وویل، دا مهمه وه چې د امریکا د تګلاره بدله شي او امریکا د نړۍ سترو موضوعاتو او ستونزو ته پاملرونه وکړي، له ډموکراټیک ضد نظامونو نیولی د کرونا تر وبا او د هوا تر بدلون پورې.

د متحد ایالاتونو ولسمشر همدا راز په خپله وینا کې د افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړو پر حقونو ټینګار وکړ.

نوموړي ویل: "امنیت شورا یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې د افغانانو د پرمختګ لپاره څه ډول ملاتړ وشي؟ له طالبانو د بشري حقونو په برخه کې څرنګه تمه کیدای شي؟ موږ ټول باید د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ وکړو، څو دوی له اقتصادي سیاسي او اجتماعي پلوه له خپل ټول ځواکه کار واخلي او د خپلو هیلو لار پرته له تعصب او خشونته تعقیب کړي."

طالبانو چې د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو تراوسه چې یې کوم کسان ټاکلي دي، هېڅ چوکۍ یې کومې مېرمنې یا نجلۍ ته نه ده ورکړې.

تراوسه ښوونځیو ته د نجونو پر نه تګ هم ډېر انتقادونه شوي دي.

خو د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال او د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد پرون سې شنبه (د وږي ۳۰مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې ډېر ژر به نجونې ښوونځیو ته لاړې شي او پردې پروګرام کار روان دی.

د ښځو د حقونو په تړاو د ښځو د وزارت د لغوه کېدو په خاطر هم پردې ډلې نیوکې کېږي، خو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته د سې شنبې په ورځ وویل چې د ښځو د چارو وزارت د خپل کار په وخت د افغان ښځو لپاره څه لاسته راوړنه نه لرله او څه کار یې نه و کړی.

XS
SM
MD
LG