د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

اقلیمي بدلون،کرونا او جګړه؛ ملګري ملتونه: نړۍ سختو ننګونو سره مخ ده


اقلیمي بدلون، کووېډ نولس وبا او جګړې هغه مسایل دي چې د ملګرو ملتونو په نننۍ عمومي اسمبلۍ کې د نړۍ مشران ورباندې خبرې کوي.
اقلیمي بدلون، کووېډ نولس وبا او جګړې هغه مسایل دي چې د ملګرو ملتونو په نننۍ عمومي اسمبلۍ کې د نړۍ مشران ورباندې خبرې کوي.

نیویارک د ملګرو ملتونو د ۷۶ عمومي اسمبلۍ کوربه دی. د دې اسمبلۍ لپاره د نړۍ مشران داسې وخت سره ټولېږي چې اقلیمي بدلون، کووېډ نولس او جګړو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو سیوری غوړولی.

د عمومي اسمبلۍ اصلي غونډه به چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران په کې په نوبت غږیږي نن د نیویارک په وخت د سهار په نهو او د افغانستان پر وخت د مازیګر په پنځه نیمو پیل شي.

د اصلي مجلسونو تر پيل مخکې په حاشیوي غونډو کې یوه د دوامداره پراختیا د اهدافو ناسته وه چې د دوشنبې په ورځ په کې د نړۍ ځینې مشران وغږېدل.

د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتیریش ورته وویل چې نړۍ له سختو ننګونو سره مخ ده: "زموږ نړۍ هېڅکله داسې نه وه ننګول شوې. له اقلیمي بدلون را نیولې تر جګړو او کووېډ – ۱۹ چې د دوامداره پراختیا اهداف لا زیات له رسېدو لېرې کوي. دا به اسانه وي چې هیله له لاسه ورکړو، خو موږ بې هیله او بې مرستې نه یو. موږ ډېر ښه انتخاب لرو چې په پښو ودریږو. د دوامدارې پراختیا اهداف د همدې لپاره دي چې سره راټول شو څو خپله ځمکه او یو بل وژغورو."

د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتیریش

ښاغلي ګوتیریش وویل چې د ملګرو ملتونو د ۷۶ اسمبلۍ د بحث وړ عمومي موضوع ګانې اقلیمي بدلون، د کووېډ نولس د وبا په ختمولو باندې ټینګار، د بشري حقونو درناوی چې په کې د نجونو او ښځو د حقونو رعایت ته اشاره وشوه او له سوله ییزو لارو د شخړو هواری دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره د نړۍ ګڼ مشران نیویارک ته رسیدلي دي او ځینو یې خپلې ویناوې په ثبتي بڼه ور استولي دي.

د نړۍ مشران داسې وخت سره ټولېږي چې د نړۍ د ځینو نورو جګړه ځپلو او لانجو سره مخ سیمو په څېر افغانستان هم له یو شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

تازه یې جمهوري دولت سقوط کړی او له څه باندې یوې میاشتې طالبان پرې واکمن شوي.

د نړۍ د بېلابېلو دولتونو د مشرانو په کتار کې چې تمه ده د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي د افغانستان د کوم چارواکي نوم نه دی راغلی، خو افغانستان به د یو شمېر مشرانو د خبرو برخه وي.

له هغې ډلې د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي وویل، ولسمشر جو بایډن به په کوردننه او بهر د ډموکراسۍ لپاره د امریکا پر مبارزې وغږیږي او د افغانستان مساله به هم یاده کړي.

د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي وویل، ولسمشر بایډن به په کوردننه او بهر د ډموکراسۍ لپاره د امریکا پر مبارزې وغږیږي
د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي وویل، ولسمشر بایډن به په کوردننه او بهر د ډموکراسۍ لپاره د امریکا پر مبارزې وغږیږي

اغلې ساکي زیاته کړه: "په کور دننه او بهر د ډموکراسۍ او له سایبري امنیت، نویو ټکنالوژيو او ترورېزم سره مبارزې ( باندې به وغږیږي) بلآخره به هغه ( ولسمشر بایډن) دا ډاډ ورکړي چې متحده ایالاتونه یوازې کورنیو مسالو ته نه راګرځي په کې یوه هغه پرېکړه ده، امریکا وکړه او ولسمشر بایډن وکړه چې له افغانستانه خپل عسکر کورونو ته راستانه کړو."

ساکي وویل، ولسمشر به خپل خپل دریځونه او اهداف ټولو ته روښانه کړي.

که څه هم امریکا له دې نیوکو سره مخ وه چې له افغانستانه یې د عسکرو په را ایستلو یوازې د ځان په اړه فکر کړی خو امریکايي چارواکو په وار-وار ویلی چې افغانستان کې یې خپل اهداف ترلاسه کړل او هلته د تل لپاره نه وو تللي.

د طالبانو د حکومت چارواکو لا د ملګرو ملتونو د ۷۶ عمومي اسمبلۍ په تړاو څه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې څو واره له دې سازمان غوښتي وو چې له دوی سره د مرستو لپاره زمینه برابره کړي او تر څنګ یې د دې ډلې په مشرانو باندې بندیزونه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG