د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیم نن له بنګلهدېش یو ورځنۍ لوبه وګټله.
افغان ټیم د بنګلهدېش لهخوا ټاکل شوی ۱۵۶ هدف د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د افغانستان لپاره په نننۍ لوبه کې د بالنګ یا توپ اچونې په برخه کې بلال سمېع او ننګیالي خروټي درې-درې وېکټې واخیستې او اظهارالحق نوید او شاهدالله حسني دوه-دوه بنګلهدېشي لوبغاړي وسوځول.
په توپ وهنه کې هم اسحق ځاځي ۵۲، کپټان اعجاز احمد ۳۲ او اظهارالحق نوید ۲۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.
که څه هم افغانستان له بنګلهدېش دا لوبه وګټله، خو د پنځو یو ورځنیو سیریز یې درې پر ۲ بنګلهدېش ته وبایلود.
د دوی پنځه لوبې د سپټمبر له ۱۰مې پيل شوې وې چې د سر درې بنګلهدېش وګټلې او وروستۍ دوه افغان ټیم په خپله ګټه پای ته ورسولې.