د افغانستان او بنګلهدېش د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ په وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې بنګلهدېشي لوبغاړي په ۱۵۵ منډو اوټ شول.
لوبه نن په سېلهټ لوبغالي کې د بنګلهدېش لهخوا په توپ وهنې پيل شوه.
په پایله کې افغان لوبغاړو په ۴۸م اور کې د بنګلهدېش ټول لوبغاړي په ۱۵۵ منډو اوټ کړل.
د افغانستان لپاره بلال سمېع او ننګیالي خروټي درې درې وېکټې اخیستي. اظهارالحق نوید او شاهدالله حسني دوه دوه بنګلهدېشي لوبغاړي سوځولي.
افغانستان د ۱۵۶ منډو د پوره کولو لپاره اوس توپ وهنه روانه کړې ده.
تر دې دمه افغانستان ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړي او ۷۸ منډې یې جوړې کړي.
د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ۱۹ کلنو ټیمونو ترمنځ د سپټمبر له ۱۰مې د پنځو یو ورځنيو لوبو لړۍ پيل شوې چې درې لومړۍ سر په سر بنګلهدېش ګټلي.
څلورمه لوبه وړمه ورځ افغان ټیم وګټله او دا دی د وروستۍ یوې پایله د ورځې په اوږدو کې معلومېږي.