د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

په افغانستان کې ښوونځي او دارالعلمونه یوازې د هلکانو پر مخ پرانېستل شول


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې له اته میاشتني ځنډ وروسته ښوونځي پرانیستل شول.

‎د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې خپره کړې خبرپاڼې سره اعلان کړی چې سر له نن شنبه دې ټول نارینه زده کوونکي او ښوونکي بېرته خپلو ښوونځیو ته حاضر شي.

‎په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د وږي میاشتې له ۲۷مې نېټې په ټول هېواد کې د نارینه وو رسمي مدرسې او دارلعلومونه دې بېرته پرانیستل شي او تدریس دې بېرته په کې پیل شي.

‎د طالبانو دې اعلان یو شمېر کابل ښاریان او د ښځینه وو زده کوونکو کورنۍ اندېښمنې کړي دي.

‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې د کابل اوسېدونکې او د ښځینه وو زده کوونکو د کورنۍ غړې تفسیر سیاه پوش ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې له تعلیمه د ښځینه وو مخه نیول د اسلام او شریعت خلاف چاره ده.

ښاغلی پوش وایي: ‎"هو،دا خبر مو چې واورېده ‌‌‌‌‌‌ډېر خپه کوونکي ده، دا به ښه وي چې موږ د خپل پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له کړنو کار واخلو هغه ویلي چې له زانګو تر ګوره تعلیم وکړو، دلته یې مشخص کړي نه دي چې نارینه که ښځینه خو ټول مومنان یې یاد کړي، بیا هم نه پوهېږو چې دوی څه ستونزه په کې لري، هیله مو دا ده چې ټولو ته اجازه وشي چې خپلو ښوونځیو ته لاړ شي."

‎د کابل ښار بل اوسېدونکی عزیز احمد تسل بیا له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې د تعلیم او ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.

تسل وایي:"نجونې د دې ټولنې نیمایي نفوس جوړوي، دا چې دوی له تعلیمه پاتې کېږي دا خو ستره ستونزه ده، زموږ هیله دا ده چې دوی ته دې د زده کړو اجازه ورکړل شي ځکه اوس خو کومه پلمه هم نه ده پاتې ځکه چې د نجونو او هلکانو ښوونځي، ټولګي او وختونه بیخي سره جلا دي."

‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې د کابل اوسېدونکې او د ښځینه وو زده کوونکو د کورنۍ غړې تفسیر سیاه پوش ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې له تعلیمه د ښځینه وومخه نیول د اسلام او شریعت خلاف چاره ده.
‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې د کابل اوسېدونکې او د ښځینه وو زده کوونکو د کورنۍ غړې تفسیر سیاه پوش ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې له تعلیمه د ښځینه وومخه نیول د اسلام او شریعت خلاف چاره ده.

‎که څه هم دا مهال له لومړي تر شپږم ټولګي ښځینه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي خو طالبان بیا وایي چې زر به د نورو لوړو ټولګیو زده کوونکو او ښځینه ښوونکو لپاره هم ښوونځیو ته د تګ زمینه برابره کړي.

‎د‌‌‌‌‌‌ دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د رسنیو دفتر غړي بلال کریمي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې له شپږم ټولګي پورته ښځینه وو زده کوونکو لپاره هم کار روان دی، څو د ټرانسپورټ په برخه کې او همدارنګه په تعلیمي ماحول کې د مصئونیت چاپيریال تضمین شي.

‎طالبان وایي، د پخواني نصاب له مخې به تدریس کېږي او د بدلون په اړه تر دې دمه کومه خبره نه ده شوې.

‎که څه هم شل کاله وړاندې هم د خپلې حکومتوالۍ پر مهال ویلي و چې د ښځینه وو زده کوونکو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي، خو په پنځو کلونو کې په دې چارې ونه توانېدل.

‎دا په داسې حال کې ده چې له تېرو اتو میاشتو را په دېخوا په افغانستان د کرونا ویروس د لا خپراوي د مخنیوي او له هغه وروستیو په ولایتونو کې د نا امنیو او بیا د نظام د بدلون له امله ښوونځي تړلي وو.

XS
SM
MD
LG