د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

د افغانستان نولس کلنو کرکټ ټيم بنګله دیش ته ماته ورکړه


ارشیف
ارشیف

تر درېیو پرله پسې ماتو وروسته د افغانستان نولس کلنو کرکټ ټيم بنګله دیش ته ماته ورکړه.

د دغو ټیمونو تر منځ څلورمه یو ورځنۍ یا پنځوس اووره لوبه پرون د بنګله دیش په سیلهټ سټډيوم کې وشوه چې په کې افغان ټیم ۲۱۰ منډې وکړې او په ځواب کې یې ټول بنګله دیشي لوبغاړي په ۱۹۱ منډو وسوځېدل.

د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان له نولس کلنو څخه کم عمره لوبډلې د بنګله دیش نولس کلنو څخه کم عمره لوبډلې ته په پنځوس اووریزه سیالۍ کې د نولسو منډو په توپیر ماته ورکړه. ټاکل شوې راتلونکې لوبه د دواړو هېوادونو تر منځ د سېپټمبر په ۱۹مه (یکشنبه) ترسره شي."

د بنګله دیش او افغانستان د کرکټ د نولس کلنو څخه کم عمره ټیمونو د سېپټمبر له ۱۰ مې نېټې تر دې دمه څلور لوبې کړي چې دری لومړی یې سر په سر کوربه ټیم ګټلي.

XS
SM
MD
LG