د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۳

افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۶ میاشتو لپاره وغځول شو


ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تازه پرېکړې له مخې به یوناما د ۲۰۲۲ کال د مارچ تر ۱۷مې نېټې په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د کار د دوام په تړاو ګډه طرحه د ناروې او ایستونیا استازیو امنیت شورا ته وړاندې کړه چې پرون جمعه (د وږي ۲۶مه) د دې شورا ټولو پنځلسو غړیو مثبته رایه ورکړه.

د یوناما د کار د غځېدو تر پرېکړې وروسته په ملګرو ملتونو کې د ناروې استازې مونا یول Mona Juul له ټولو مننه وکړه چې طرحه یې تصویب کړه او ویې ویل په دې سره به د بشري حقونو، مېرمنو، سولې، امنیت او بشري مرستو په څېر د مهمو برخو لپارهد یوناما پراخ ماموریت دوام وکړي.

هغې زیاته کړه: "په دې سره شورا یو واحد پیغام ورکړ چې موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د هڅو تر شا ولاړ یو. پرېکړه لیک دا یقیني کوي چې د یوناما پراخ او د انعطاف وړ ماموریت دوام پیدا کولی شي. استازولي به د بشري حقونو، د ملکيانو د خوندیتوب، سرغړونو او د ماشومانو د سو استفادې په اړه د څارنې او راپور ورکولو ماموریت ته دوام ورکوي."

سفیرې مونا د یادې پرېکړه لیک تصویب مرستو ته د ملکیانو د لاسرسي او په ټولو برخلیک ټاکونکو برخو کې د ښځو مساوي او با مفهمومه ګډون لپاره مهم وباله.

هغې د افغانستان وضعیت حساس وباله او ویې ویل چې دا وضعیت به ماموریت لا پسې له ننګونو سره مخ کوي خو په کار ده چې نړیواله ټولنه له افغانانو سره په هره ممکنه لار ودریږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې ورځې په دې غونډه کې د امریکا متحده ایالاتونو سفیره لینډا توماس ګرینفېلډ هم د افغانستان له خلکو سره د امریکا د مرستو ډاډ ورکړ، خو ویې ویل چې وضعیت به هم څارل کېږي.

د امریکا متحده ایالاتونو سفیره لینډا توماس ګرینفېلډ
د امریکا متحده ایالاتونو سفیره لینډا توماس ګرینفېلډ

ګرینفېلډ زیاته کړه:​ "افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو د تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکي په توګه، متحده ایالات په سیمه کې له نورو متحدینو سره د ملګرو ملتونو همغږي فعالیت ته متعهده دی چې په کې افغانانو ته د خوړو، خوندیتوب، سرپناه ، اړینو روغتیايي خدمتونو، اوبو، حفظ الصحې او نورې ډېرې مهمې بشري مرستې شاملېږي. د دې شپږ میاشتني تمدید په جریان کې، موږ د افغانستان د وضعیت په ځانګړي ډول د زیان منونکو ډلو په تړاو له عمومي منشي څخه د راپورونو ترلاسه کولو ته سترګې په لار یو او دا چې ملګري ملتونه په خپله د خپل رول او د افغانستان د راتلونکي په اړه څه سپارښتنې لري."

د اګسټ له پنځلسمې راهیسې له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د اروپايي ټولنې له استازولۍ را نیولې تر ټولو لویدیځو سفارتونو اکثر بهرني ډپلوماټیک ماموریتونه ځنډیدلي دي.

طالبانو د یوناما د کار د دوام او د امنیت شورا د غوښتنو په تړاو له هغې ډلې دا چې خلک باید خوندي وي، مرستو ته لاسرسی ولري او په ټولو برخو کې د ښځو مشارکت یقیني شي څه نه دي ویلي، خو څو ورځې مخکې یې له ملګرو ملتونو ځینې غوښتې کړې وې.

د سېپټمبر په پنځلسمه په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما مشره ډیبرا لاینز او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ګیلیس میچود د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر ملا سراج الدین حقاني سره وکتل.

د راپورونو له مخې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو له استازیو غوښتل شوي وو چې په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي او ترڅنګ یې د طالبانو مشران له تور لېسته وباسي.

XS
SM
MD
LG