د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

چین: شانګهای سازمان دې افغانستان داسې لارې ته سیخ کړي چې نظام یې ټولشموله وي


د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ګډ بیرغونه
د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ګډ بیرغونه

د چین ولسمشر شي جین پینګ وایي، د شانګهای د همکاری د سازمان غړي باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې په دې هېواد کې انتقالي بهیر پر اساني پر مخ یوړل شي.

د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې شي جین پینګ دغه څرګندونې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته په یوه ویډیويي وینا کې وکړې.

هغه وویل، د دې سازمان غړیو ته په کار ده چې افغانستان یوې داسې لارې ته سیخ کړي چې سیاسي نظام یې ټول شموله وي او په کور دننه او بهر یوه معتدله پالیسي ولري.

د هند صدراعظم نارندرا مودي چې له نوي ډیلي یې دې سرمشریزې ته وینا کوله، په سیمه کې د سولې او ثبات پر وړاندې پرتې ستونزې او ناباوري لویې ستونزې وبللې.

ښاغلي مودي زیاته یې کړه: "د دغو ستونزو اساسي لامل په سیمه کې د افراطیت زیاتوالی دی. په افغانستان کې وروستیو پېښو دغه ستونزه لا را برسېره کړې. د شانګهای د همکارۍ سازمان ته په کار ده چې په ګډه کار وکړي او دې مسالې ته لومړیتوب ورکړي."

د تاجکستان ولسمشر امام رحمان په افغانستان کې روان سیاسي او بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله او د طالبانو له خو اعلان شوي نوي حکومت ته په اشاره یې وویل چې په دغه حکومت کې د افغانستان قومي تنوع له پامه غورځول شوې.

په عین حال کې د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده شي او زیاته یې کړه چې له سخت دریځې سره د مبارزې لپاره دې له طالبانو سره خبرې وشي.

د تاجکستان ولسمشر امام رحمان په افغانستان کې روان سیاسي او بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله
د تاجکستان ولسمشر امام رحمان په افغانستان کې روان سیاسي او بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله

د میر ضیاییف په وینا د افغانستان د شتمینو ازادېدل له دې سره مرسته وشي چې دغه هدف ترلاسه شي.

له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نهه میلیارډه ډالر په بهر کې په تېره د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې ده.

افغانستان چې د شانګهای د همکاری د سازمان څارونکی غړی دی، په نننۍ سرمشریزه کې استازی نه لري.

روسیه، چین، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبیکستان، هند او پاکستان د دې سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی، دایمي غړي دي او ایران چې لکه د افغانستان په څېر د دې سازمان څارونکی غړی و، په نننۍ سرمشریزه کې د دایمي غړي په توګه ومنل شو.

XS
SM
MD
LG