د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

ملګري ملتونه: د افغانستان ستونزې سترو قدرتونو حل نه‌شوه کړای موږ به‌یې څه حل کړو


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي، په داسې حال کې چې نړیوال ايتلاف له ټولو امکاناتو او ځواکونو سره په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان ستونزې حل نه کړای شوې، له ملګرو ملتو داسې تمه بې ځایه ده.

سرمنشي پرون پنجشنبه (د وږي ۲۵مه) رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې وویل چې دوی یوه پراخ بنسټه حکومت ته د طالبانو د هڅولو لپاره د منځګړي په توګه محدود رول لوبولی شي.

دی وايي: "فکر کوم یوه بې اساسه توقع شته. زما منظور دا دی چې یو شمېر هېوادونو څو لسیزې له سلګونه زره ځواکونو کار واخیست، په څو لسیزو کې یې تریلیونه ډالر ولګول، فکر وکړئ چې ان دوی له دې ټولو منابعو سره د افغانستان د ستونزو په حل کولو کې پاتې راغلل، ملګري ملتونه چې نه دومره پیسې لري او نه ځواکونه څرنګه کولی شي هغه ستونزې چې په څو لسیزو کې حل نه شوې، هوارې کړي."

د دوشنبې په ورځ د سویس په جینوا کې د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس کې بېلابېلو هېوادونو د سږ کال لپاره افغانستان ته د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنه وکړه.

افغانستان د یوه ستر انساني ناورین په درشل کې دی

ټاکل شوې ده چې دا مرستې طالبانو ته ورنه کړل شي، بلکې د نړیوالو موسسو له لوري ولګول شي.

د ملګرو ملتو سرمنشي په عین حال کې وویل، ملګري ملتونه به هرکار چې په وس یې پوره وي د افغانستان لپاره وکړي.

ګوتیریش وویل، افغانستان د یوه ستر انساني ناورین په درشل کې دی: "موږ له ټولو نورو نړیوالو سازمانونو سره چې په افغانستان کې دي، هم مهاله کار کولو ته ژمن یوو، د هغو غیرحکومتي موسسو ملاتړ کوو چې د افغانانو لپاره هر کار کوي. افغانان د ډراماتیک بشري وضعیت په درشل کې دي. دا زموږ دنده ده چې د افغانانو د ملاتړ لپاره هر ممکن کار وکړو."

جینوا کې د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس کې بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنه وکړه.
جینوا کې د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس کې بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنه وکړه.

ټاکل شوې ده چې دا اوونۍ په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ په کالنۍ غونډه کې د افغانستان پر بحران خبرې وشي.

بېلابېلو نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخامخ دی.

ملګري ملتونه وايي چې ۱۸ میلیونه افغانان چې د هېواد کابو نیمايي نفوس دی، بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ګوتیریش رویټرز ته ویلي چې ملګري ملتونه د هغو هلو ځلو ملاتړ کوي چې طالبان هڅوي تر هغه څه پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي چې شل کاله پخوا یې درلود.

XS
SM
MD
LG