د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د نجونو د کرکټ پخوانۍ مشره: نړۍ دې د نارینه وو پر کرکټ بندیز نه لګوي


افغان کرکټ لوبډله
افغان کرکټ لوبډله

د افغانستان د نجونو د کرکټ پخوانۍ مشرې د نړۍ له هېوادونو غوښتي دي چې د افغانستان د نارینه وو پر کرکټ دې بندیز نه لګوي.

توبا سنګر چې پر کابل د طالبانو له ولکې سمدستي وروسته کاناډا ته ولاړه پرون سې شنبې خبرداری ورکړ چې د افغانستان پر لوبډلې بندیز به، په افغانستان کې د نجونو او ښځو د کرکټ په ګډون د دې سپورت جرړې وچې کړي.

هغه فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د افغان لوبډلې تحریمول ښه فکر نه دی او زیاتوي چې افغان ملي لوبډلې د افغانستان مثبت تصویر نړیوالو ته وښوده.

مېرمن سنګر چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د افغانستان په کرکټ بورډ کې د ښځو د کرکټ مشره وه، ویلي چې که افغانستان د نارینه وو، لوبډله ونه لري نو په دې هېواد کې به په ټوله کې د کرکټ لپاره ټولې هیلې له منځه ولاړې شي.

د اسټرالیا د کرکټ چارواکو د طالبانو د یوه جګپوړي چارواکي له هغو څرګندونو وروسته چې ویې ویل، ښځو ته د کرکټ لوبه لازمه نه ده،ګواښ وکړ چې ښايي له افغانستان سره د نومبر میاشتې په وروستیو کې ټېسټ لوبه لغوه کړي، خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت په سپورټي لوبو کې د ښځو د ګډون یا نه ګډون په برخه کې تراوسه کومه تګلاره نه لري.

XS
SM
MD
LG