د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

پوتین هغه وخت ځان قرنطین کړ چې په کرونا اخته کس سره په تماس کې و


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وروسته له هغې ځان قرنطین کړ چې په کرونا ویروس له یوه اخته کس سره 'ټوله ورځ' په تماس کې و.

د دغه کس د کرونا ټېسټ نتیجه وروسته مثبته وختله.

دا پېښه د روسیې ساخت کرونا ضد واکسین سپوتنیک وي (Sputnik V) لپاره هم یوه ازموینه ګڼل کېږي.

۶۸ کلن پوتین پرون د حکومت له ځینو مشرانو سره په ویډیو کنفرانس کې پرون په خبرو کې وویل: "زه وایم دا یوه طبیعي ازموینه ده- راځئ وګورو چې سپوټنیک واکسین په عمل کې څنګه کار ورکوي؟ د تازه معلوماتو له مخې زما د انټي باډۍ اندازه ډېره لوړه ده. هیله ده هر څه هغسې وي چې تمه یې لرو او سپوټنیک وي هم د کووېډـ۱۹ ناروغۍ په وړاندې خپل خوندیتوب ثابت کړي."

پوتین ویلي، له هغه کس سره یې خبرې کړي چې وروسته یې د کرونا د معاینې نتیجه مثبته وختله.

XS
SM
MD
LG