د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو د کم عمر لرونکې لوبډله نن د بنګله دېش د ملي لوبډلې په وړاندې خپله درېیمه مسابقه کوي.
د کرکټ بورډ ویاند، فرید هوتک په دې اړه نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان له ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله نن سې شنبه د بنګله دېش له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره لوبډلې پر وړاندې خپله درېیمه پنځوس اووره مسابقه کوي. د ویلو ده چې د دغې لوبې لپاره د افغانستان لوبډله پوره چمتووالی لري."
د افغانستان او بنګله دېش تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې به په خپلو کې ۵ یو ورځنۍ او یوه څلور-ورځنۍ مسابقې کوي.
افغانستان خپله دوې پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقې بایللي دي.