د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

کیوبا تر ۲ کلونو پورته ماشومانو ته د کرونا واکسین پيل کړ


ارشیف
ارشیف

کیوبا ادعا کوي د نړۍ لومړنی هېواد شو چې تر دوو کلونو پورته عمر لرونکو ماشومانو ته یې د کرونا واکسین پيل کړ.

کیوبا پرون دوشنبه له ۲ تر ۱۱ کلنو پورې ماشومانو ته د هغه واکسین ورکړه پيل کړه چې په کور دننه یې تولید کړی او د روغتیا نړیوال سازمان لا نه دی تایید کړی.

دغه هېواد تېره اوونۍ له ۱۲ کلنو پورته عمر لرونکو کسانو ته د کورونا واکسین تطبیق پیل کړی و.

د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو هم خپل ۱۲ کلن او تر هغه پورته تنکي ځوانان واکسین کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپا د درملو اداره هغو کسانو لپاره د فایزر بیو ان ټیک د دریم دوز واکسین ګټې ارزوي چې پشپړ واکسین شوي دي.

XS
SM
MD
LG