د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

طالبان: د نوي حکومت او د هوايي ډګر تر فعالېدو له هېواده د وتلو اجازه نشته


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

طالبان وايي، د نوي حکومت د کار تر پیل او د هوايي ډګر تر بیا فعالېدو پورې چاته له افغانستانه د وتلو اجازه نه ورکوي.

په دې ډله کې ان هغه کسان هم شامل دي چې قانوني اسناد لري.

له دې مخکې د امریکا د استازیو جرګې یوه غړي ویلي و چې د بلخ له هوايي ډګره د افغانانو او امریکایانو د وتلو مخه نیول شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون د بلخ د هوايي ډګر د قضیې په تړاو ازادي راډیو ته وویل: "موږ نه پرېږدو چې هغوی له ناقانونه یا خپل سرو لارو او بې اسناده بهر ولاړ شي. په دې خاطر باید موږ صبر وکړو چې وزارت خانې 'بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونه' خپل کارونه پیل کړي او د هوايي ډګر دخولي او خروجي تنظیم شي. وروسته به اجازه ورکړل شي. دا یې علت دی."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، موږ نه پرېږدو چې هغوی له ناقانونه یا خپل سرو لارو او بې اسناده بهر ولاړ شي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، موږ نه پرېږدو چې هغوی له ناقانونه یا خپل سرو لارو او بې اسناده بهر ولاړ شي

هاخوا رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې هغوی په دې توانیدلي چې څلور امریکایان له افغانستانه وباسي، خو جزییات یې نه دي ورکړي.

امریکا د اګسټ له نیمايي تر وروستیو پورې څه باندې ۱۲۴ زره کسان له افغانستانه وایستل او تر هغه را وروسته د مسافرو په مخ تازه یواځې کورني پروازونه فعاله شوي.

XS
SM
MD
LG