د توکیو د ۲۰۲۰ په پارا المپیک سیالیو کې د افغانستان دوو لوبغاړو ته نن/ یکشنبه موقع ورکړل شوه چې د دغو لوبو د پای په مراسمو کې د خپل هېواد له ملي بیرغ سره په پرېډ تېر شي.
د پارا المپیک د نړیوالې کمېټې رئيس اندریو پارسنز (Andrew Parsons) تأیید کړه چې افغان لوبغاړو حسین رسولي او ذکیې خدایدادي ته فرصت ورکړل شو چې په المپیک لوبغالي کې د پارا المپیک په پاییزو مراسمو کې ګډون وکړي.
دوی دوو د افغانستان د وضعیت له کبله د پارا المپیک د پیل په مراسمو کې ګډون ونهکړای شو، خو د پارا المپیک نړیوالې کمېټې له افغانستان سره د پیوستون په نښه د دغه هېواد ملي بیرغ د دغو لوبو د پیل په مراسمو کې شامل کړ.