د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

اسټرالیا او نیوزیلنډ کې د ډېلټا بڼې پر وړاندې ستونزو سره مخ دي


د نیوزیلنډ یوه څنډه
د نیوزیلنډ یوه څنډه

په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې د کووېډ-۱۹ د مواردو زیاتېدل ښيي چې دا هېوادونه د دې ناروغۍ د نوې ډېلټا بڼې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له ستونزو سره لاس ګرېوان دي.

اسټرالیا چې د کرونا ویروس د خطرناکې څپې د مخنیوي لپاره مبارزه کوي نن د سېپټمبر په ۴مه نېټه د څه باندې ۱۷۵۰ نویو مواردو او نیوزیلنډ په تېرو شپږو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو له کبله د یوه کس د مړینې راپور ورکړی.

اسټرالیا او نیوزیلنډ چې د کرونا د مخنیوي برخه کې یې اغېزمن اقدامات کړي وو، له څو اونیو راهیسې له دې ویروس سره لاس ګرېوان دي.

اسټرالیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي د نویو مواردو په ورځني شمېر کې نور زیاتوالی هم راشي او له خلکو یې غوښتي چې ځانونه واکسین کړي، خو په نیوزیلنډ کې بیا د روغتیا مسوولو چارواکو ویلي دي چې د یوه کس له مړینې سره-سره د کرونا د خطرناکې دیلتا بڼې د مخنیوي نښې نښانې لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG