د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

اروپايي ټولنې له طالبانو سره د ډپلوماټیکو اړیکو شرایط اعلان کړل


طالب ویاند ذبیح الله مجاهد او نور چارواکي
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد او نور چارواکي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره پر هغو شرایطو رڼا واچوله چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله پرونۍ غونډه کې موافقه پرې وکړه.

جوزېف بورېل د سلووینیا په بردو ښار کې د دې ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غیر رسمي غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، اروپايي ټولنه د دې لپاره چې د افغانانو ملاتړ وکړای شي باید د افغانستان له نوي حکومت سره تماس او تعامل ولري.

ښاغلي بورېل وویل، د دې لپاره چې طالبان له اروپايي ټولنې سره ګډ کار وکړي باید دا ضمانت ورکړي چې افغانستان به بیا هېڅکله، د هغو تروریستانو په ځاله نه بدلېږي چې د نورو کلونو په څېر پر نورو هېوادونو حملې وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرجوزېف بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرجوزېف بورېل

بورېل همدا راز یادونه وکړه چې طالبان باید د بشري حقونو او په تېره د ښځو د حقونو درناوی وکړي، یو ټول شموله حکومت جوړ کړي، بشري مرستو ته لار ورکړي او بهرنیو وګړو او هغو افغانانو ته د وتلو اجازه ورکړي چې غواړي له دې هېواده ووځي.

بورېل وویل، زموږ تعامل د دې شرایطو له تطبیق سره تړلی دی. هغه زیاته کړه، ځینې کسان ښايي ووايي چې طالبان به پر دې شرایطو عمل ونه کړي خو ده وویل، راځئ صبر وکړو.

ښاغلي بورېل ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د عملیاتي اهدافو لپاره تماسونه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنی نه دي: "په کابل کې د اروپايي ټولنې د ټیم په چوکاټ کې زموږ حضور په هېڅ صورت د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره لومړی ګام نه دی. بلکې له عملیاتي نظره که غواړو چې له هغو سره تعامل ولرو نو دا به لومړی ګام وي څو له نوي حکومت سره تماس ونیسو. ځکه موږ باید د مهمو مسایلو په اړه بحث وکړو. په دې کې لومړی او تر ټولو مهم کار دا دی چې څنګه هغه څو زره کسان وباسو چې موږ باید په الوتکو کې ایستلي وای، خو دې کار امکان نه درلود."

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر مخکې له دې ویلي و چې دا ټولنه به هغه ۱،۲ میلیارد یورو افغانستان ته ور نه کړي چې په پام کې وه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ وسپارل شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل ددوی په چلند پورې اړه لري.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل ددوی په چلند پورې اړه لري.

جوزېف بورېل وویل، دا پیسې به یوازې هغه مهال افغانستان ته ورکړل شي چې له طالبانو سره د همکارۍ شرایط روښانه شي.

په عین حال کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه تازه مرکه کې د نړیوالو له خوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندل په راتلونکي کې د طالبانو د حکومت په چلند پورې تړلې پرېکړه بللې.

ښاغلي سټولټنبرګ پرون رویټرز خبري اژانس ته په یوه ځانګړي مرکه کې وویل: "د افغانستان د نوي حکومت په اړه قضاوت به له وخته مخکې وي. موږ به دا قضاوت د دوی د عمل په اساس وکړو نه د خبرو. موږ به له طالبانو سره د دوی د ژمنو له مخې حساب وکړو- دا چې افغانستان به د نړیوالو تروریستانو په ځاله نه بدلېږي، بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو ته به درناوی کېږي او هغو خلکو ته به اجازه ورکول کېږي چې غواړي له دې هېواده ووځي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم تېره شپه هیله څرګنده کړه چې د طالبانو حکومت به ټولشموله وي.

ښاغلي بلېنکېن په یو خبري کنفرانس کې وویل چې واشنګټن به د مهمو موضوعاتو په برخه کې له طالبانو سره د تماس کانالونه فعال وساتي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG