د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

د پنجشیر جګړه ۵مې ورځې ته وغځېده؛ دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې ادعا لري


پنجشېر کې د مقاومت د جبهې سرتیري
پنجشېر کې د مقاومت د جبهې سرتیري

د پنجشیر جګړه پنځمې ورځې ته وغځېده. طالبان وايي، په پنجشیر ولایت يې له څلورو خواوو برېدونه پیل کړي او مقابل لوري ته یې درنه مرک ژوبله اړولې ده.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې د دوی ځواکونه د څلورو خواوو پنجشیر ته ننوتي او د تېرې شپې راهیسې يې له مقابل لوري ډېرې سیمې نیولې دي.

کریمي زیاته کړه: "بلې، پنجشیر ولایت ته د اسلامي امارت مجاهدین له ګڼو استقامتونو څخه داخل شوي دي، تېره شپه مجاهدینو د پنجشیر ولایت پر ختیځ پریان ولسوالۍ د بدخشان او تخار ولایت له لوري بریدونه کړي دي، دښمن ته زیات تلفات اوښتي، زموږ د راپورونو پر بنسټ هلته د دښمن شااوخوا ۲۵ کسان وژل شوي او ډېر شمېر نور یې ټپیان شوي."

طالبانو وویل چې د دوی ځواکونه د څلورو خواوو پنجشیر ته ننوتي
طالبانو وویل چې د دوی ځواکونه د څلورو خواوو پنجشیر ته ننوتي

د ښاغلي کریمي په خبره، د پنجشیر ولایت د نیولو لپاره له بدخشان، تخار، نورستان او بغلان ولایتونو څخه هم طالبان ورغلي دي.

خو په ورته وخت کې په پنجشیر ولایت کې د ملي مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي بیا رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ويلي چې طالبانو ته یې درنه مرک ژوبله اړولې ده.

ښاغلي دشتي زیاته کړه: "په تېرو څلور ورځو کې دښمن ته باید دا ثابته شوي چې د جګړې له لارې دا مساله نه حلېږي، په تېرو څو ورځو کې د طالبانو شااوخوا ۳۵۰ کسان وژل شوي او شااوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي، ۳۵ کسان یې اسیر شوي دي او ګڼ شمېر مهمات او نقلیه وسایط ویجاړ شوي دي."

په پنجشیر ولایت کې د ملي مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي ويلي چې طالبانو ته یې درنه مرک ژوبله اړولې ده.
په پنجشیر ولایت کې د ملي مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي ويلي چې طالبانو ته یې درنه مرک ژوبله اړولې ده.

ښاغلي دشتي د طالبانو دا ادعا هم رد کړه چې ګوندې طالبان د بنجشیر ولایت ځینو سیمو ته ورننوتي وي.

په پنجشیر ولایت کې جګره هغه مهال پیل شوه چې پنځه ورځې مخکې د دواړو خواوو مذاکراتي پلاو خبرو پایله ورنه کړه.

طالبانو مخکې ویلي وو، هڅه کوي د پنجشیر مساله د خبرو له لارې حل کړي، خو وروسته بیا داسې راپورنه خپاره شول چې دغه خبرو پایله نه ده ورکړې.

که څه هم په پنجشیر ولایت کې د جګړې دواړه خواوې د پرمختګ خبره کوي، خو خلک او یو شمېر هېوادونه په سوله ییز ډول د دغه مسالې حل غواړي.

XS
SM
MD
LG