د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

کریم خلیلي: طالبان دې یو نوي کړکېچ ته د افغانستان د داخلېدو مخنیوی وکړي


د افغانستان جمهوري ریاست پخوانی مرستیال کریم خلیلي
د افغانستان جمهوري ریاست پخوانی مرستیال کریم خلیلي

که څه هم د نوي حکومت جوړېدو ته لږ وخت پاتې دی، خو د سیاسیونو ترمنځ د دغه حکومت د جوړېدو په اړه نظرونه بېلابېل دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان جمهوري ریاست پخواني مرستیال کریم خلیلي طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د افغانستان په تاریخ کې د کړکېچونو او جګړو یو له اصلي لاملونو څخه د حاکم لوري له‌خوا د واک انحصار و.

ښاغلي خلیلي په خپل فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان خلکو د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې ښودلې چې دوی د خپلواکۍ او خپل عزت او حیثیت څخه د دفاع له لارې د میدان ګټونکي وو، خو د سیاسي نظام په رامنځته کولو او ملي تمایلاتو په اداره کولو بریالي شوي نه‌دي.

هغه زیاته کړه چې د تاریخ په دغه مهم پړاو کې اړتیا ده چې ټول سیاسي جریانونه په ځانګړې توګه طالبان چې د وضعیت د کنټرول واک لري باید افغانستان له نوي بحران څخه وژغوري.

کندهار کې طالب جنګیالي
کندهار کې طالب جنګیالي

ښاغلي خلیلي د سیاسي نظام په پایښت او د ثبات په اهمیت ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې دا اصل له ملي مشارکت او سیاسي، فکري، کلتوري، مذهبي او ټولنیز تنوع له تضمین پرته نه‌شي رامنځته کېدای.

که څه هم دغه سیاسي مشر په پنجشېر کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د نښتو په اړه څه ونه‌ویل، خو زیاته‌یې کړه چې هیله ده ښکېل اړخونه روانه جګړه د تفاهم له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر پخوانیو طالب چارواکو او سیاسیونو نن پنجشنبه په کابل کې یوې ناستې ته په وینا کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو هرکلی وکړ.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي، په تېر کې مشارکتي حکومت نتیجه نه‌ده ورکړې او اوسني وضعیت ته په پام سره، د انتقالي حکومت جوړېدو ته اړتیا نه‌شته او یو جامع حکومت باید رامنځته شي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا

ښاغلی سید اکبر اغا زیاتوي: "په اوسني وضعیت کې زه فکر کوم باید یو ټول‌شموله حکومت جوړ شي، طالبانو هم دا ډاډ ورکړی چې موږ یو افغان ټول‌شموله حکومت جوړوو، داسې حکومت وي چې په هغه کې فساد نه‌وي."

طالبانو هم تر دې وړاندې ویلي چې یو ټول‌شموله حکومت به جوړ کړي.

چارواکو له دې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې د نوي حکومت د جوړولو په اړه بحثونه او مشورې پای ته رسېدلي او ډېر ژر به اعلان شي.

خو امریکایي چارواکو ویلي، طالبان باید د رسمیت پېژندلو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې ورځې پرېکړه‌لیک عملي کړي.

XS
SM
MD
LG