د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

خوستي محصلین او استادان: پوهنتونونو کې دې حضوري زده کړې ژر پیل شي


خوست کې محصلان او استادان
خوست کې محصلان او استادان

په خوست کې محصلان او استادان غوښتنه کوي چې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې دې محصلینو ته حضوري زده کړې ژر پیل شي.

دوی زیاتوي، په وروستیو دوو کلونو کې چې د کرونا وبا خپره شوې تحصیلي او ښوونیز موسسو پرله پسې رخصتیو ستومانه کړي او د محصلانو د زده کړو بهېر يې په کلکه اغېزمن کړی دی.

خوستیو استادانو او محصلانو یادې څرګندونې نن چهارشنبه (د وږې په ۱۰مه) په شیخ زاید پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال وکړې.

استادان او محصلان انديښنه څرګندوي، که په پوهنتونونو کې زده کړې پیل نه شي، ممکن سږ کال يې ضایع او د محصلانو تحصیلي دوره یو کال اوږده شي.

د استادانو د اتحادیې مشر پوهنیار مهاجر سیال ازادي راډیو ته وویل، اوس چې د کرونا وبا کمه شوې او امنیت هم ښه شوي، نو پوهنتونونو کې دې حضوري زده کړې پیل شي.

مهاجر سیال زیاته کړه: "تېر ۲ کلونه د کرونا د مرض دلاسه په بېلابېلو وختونو کې علمي او اکاډمیکې موسسې او پوهنتونونه ټول درسونه دیو څه خنډونو سره مخامخ وو، اوس د عامې روغتیا د مالوماتو له مخې یو څه دغه مرضونه کم شوي دي، له امارت اسلامي مې غوښتنه داده چې پوهنتونونه بېرته فعال شي او محصلان حضوري زده کړو ته راشي، استادان اماده دي چې د درسونو بهېر پیل شي. "

د حقوقو د پوهنځي استاد پوهنوال محمدالله مندوزی وايي، له اوږدو رخصتیو استادان او محصلان ستړي شوي او په دې تمه دي چې په پوهنتونونو کې عملاً حضوري زده کړې پیل شي.

د پوهنتون استادان په دې فکر دي، چې طالبان به په اداري چارو همدارنګه لایحو او قوانینو کې یو شمېر بدلونونه رامنځته کړي.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، که چیرې دا کار ژر ونشي، نو محصلانو سره دا اندېښنه شته چې ممکن سږ ښوونیز کاليې ضایع شي.

په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون
په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون

بل لوري ته د لوړو زده کړو په برخه کې یو شمېر طالب چارواکي بیا وايي، چې د نظام وروستي بدلون سره یو شمېر استادان هم بهر ته مهاجر شوي او دوی دا مهال د استادانو له کمښت سره مخامخ دي.

په سویل ختېځ زون کې د لوړو زده کړو مسوول معاویه وویل، دوی هڅه کوي له هېواده تللي استادان دې ته وهڅوي چې بېرته راستانه شياو خپلې دندې پیل کړي.

ښاغلي معاویه زیاته کړه: "موږ په پوهنتونونو کې د استادانو نیمګړتیا لرو، زموږ استادان له هېواده وتلي دي، موږ کوښښ کوو چې هغوی سره رابطې وکړو او بیرته يې راستانه کړو، تر څو خپلو محصلانو ته په علمي برخه کې خدمت وکړي، د لوړو زده کړو د ادارې له خوا یوه اعلامیه خپره شوه چې موږ به ډېر ژر حضوري درسونه پیل کړو، اداري کارمندانو ته وظیفه ورکړل شوې چې دوی دې راځي او خپلورځني کارونه دې پرمخ بیايي. "

په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون په ګډون د لوړو زده کړو ۵ رسمي موسسې فعالیت لري چې په ټولو کې شااوخوا ۱۴ زره محصلان پهزده کړو بوخت دي.

له تېرو دوو کالونو راهیسې چې کرونا وبا خوره شوې، د هېواد د نورو پوهنتونو په شان خوست کې هم محصلانو په منظم ډول د ډېر وخت لپاره په خپلو ټولګیو کې حضوري زده کړې نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG