د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۱۳

د کندز ځینې ښاریان: امنیت شته خو پیسه ورکه ده،کارونه په ټپه درېدلي


د کندز ښار

په کندز ولایت کې زیات شمېر خلک شکایت کوي چې د افغانستان روان حالت او د نظام نشتوالي په دغه ولایت کې د خلکو پر ورځنیو چارو منفې اغېزې کړي.

۴۵ کلن اختر محمد له شل کالو راهیسې په کندز ښار کې چېپس پخوي او له همدې لارې د خپلې لس کسیزې کورنۍ لګښت پوره کوي.

هغه وايي، پخوا یې هره ورځ ۱۵ منه کچالو چېپس کول او پلورل، خو اوس له ۸ منو زیات چېپس نه شي پلورلی: "روان حالت زموږ په کار او بار ډېر منفي اغېز کړی دی، دا کاروباز زموږ لګښت هم نه پوره کوي، ځکه مخکې یو ۵ لیټره د غوړیو قوطۍ په ۵۰۰ افغانۍ و اوس په ۹۰۰ افغانۍ دی یعنې په ټوله کې هرڅه ګران شوي او پیسې ورکې شوي دي."

د یو شمېر کندزیانو په خبره، که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د کندز ولایت په امنیتي وضعیت کې ښه والي راغلی دی، خو د پخوا په شان د سوداګریزو او اقتصادي چارو چندانې خوند نشته دي.

یو شمېر کندزیانو په خبره، که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د کندز ولایت په امنیتي وضعیت کې ښه والي راغلی دی، خو د پخوا په شان د سوداګریزو او اقتصادي چارو چندانې خوند نشته دي.
یو شمېر کندزیانو په خبره، که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د کندز ولایت په امنیتي وضعیت کې ښه والي راغلی دی، خو د پخوا په شان د سوداګریزو او اقتصادي چارو چندانې خوند نشته دي.

د بلال احمد په نوم د کندز ښار یو اوسېدونکی چې له لس کلونو راهیسې په ښار کې ریکشا چلوي وايي، پخوا یې هره ورځ له ۶ سوه نیولی تر ۸ سوه افغانۍ ګټلې، خو اوس ان د ریکشا د تیلو لګښت نه شي پوره کولی

کندزیان له طالبانو غواړي، چې ژر تر ژره یو ټول شموله حکومت اعلان کړي چې د یوه هوسا او بسیا افغانستان لپاره کار وکړي، څو ټول افغانان په کې ګډون ولري او د ځوانانو له انرژۍ د وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار واخېستل شي او هم پانګوالو ته د پانګونې زمېنه برابره کړي، څو خلکو ته د کار کولو فرصتونه برابر شي.

XS
SM
MD
LG