د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

اسټرالیا به د افغان کرکټ لوبډلې د ټېسټ لوبو کوربه توب وکړي


د اسټرالیا د کرکټ یو لوبغالی
د اسټرالیا د کرکټ یو لوبغالی

د اسټرالیا د کرکټ بورډ وايي، په افغانستان کې له بدلونونو سره-سره به له افغان لوبډلې سره د ټېسټ لوبو د لړۍ کوربه توب وکړي.

د اسټرالیا د کرکټ ادارې یوه ویاند نن اعلان وکړ چې له افغان لوبډلې سره د لوبو د دې لړۍ لپاره پر پلان کار روان دی.

ویاند زیاته کړه چې په متحده عربي اماراتو کې د شل اوورېزو لوبو له نړیوال جام وروسته د اسټرالیا د تسمانیا ایالت په مرکز هوبارت کې د ټېسټ لوبې د ترسره کولو برخه کې د دواړو هېوادونو د کرکټ د مسوولو ادارو ترمنځ مثبت نظر شته.

د شل اوورېزو لوبو په جام کې هم د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبه کوي.

د اسټرالیا خبري شبکې SBS د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې طالبان وايي، له اسټرالیا سره د کرکټ د دې لوبې درناوی کوي، خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق دې شبکې ته ویلي چې د افغان لوبډلې سفر به د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په څرنګوالي پورې تړلي وي.

XS
SM
MD
LG