د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

"امریکا دې د کرونا ویروس له خوندي هېوادونو وایستل شي"


امریکا کې په کرونا یو اخته ناروغ
امریکا کې په کرونا یو اخته ناروغ

اروپايي ټولنې خپلو غړو هېوادونو ته سپارښتنه کړې چې امریکا د کرونا ویروس د خوندي هېوادونو له ډلې وباسي.

دا پرېکړه وروسته تر هغه شوې چې په امریکا کې ورځ تر بلې د کرونا ویروس نوې پېښې زیاتیږي.

په دې سره به اروپا ته له امریکا نه په تګ راتګ څه ناڅه محدودیتونه کمیږي.

اروپايي ټولنې پرون دوشنبه یو لارښود خپور کړ چې له مخې یې اسراییل، کوسوو، لبنان، مونتینګرو او شمالي مقدونیا هم د خوندي هېوادونو له کتاره ایستل شوي.

اروپايي ټولنه وايي، کوم لارښود چې له بروکسل خپور شوی د سپارښتنې بڼه لري او غړي هېوادونه کولای شي د هغو شرایطو په اساس چلند وکړي چې د بهرنیانو د راتګ لپاره یې وضع کړي.

له دې مخکې امریکايانو د قرنطین او اړین ټېسټ په څېر له محدودیتونو پرته اروپايي هېوادونو ته سفر کاوه.

متحده ایالاتونو بیا د اروپا له فشارونو سره-سره د اروپایانو په مخ د کووېډ-۱۹ لګېدلي محدودیتونه نه دي کم کړي.

په امریکا کې دا څو ورځې د کووېډ-۱۹ مثبتې پېښې په ورځنۍ کچه له یو لک کسانو اوښتي.

یوازې پرون د ورلډ میټرس انفو وېبپاڼې له مخې نږدې ۱۲۰ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې څه بانډې پنځه نیم سوه تنه مړه دي.

ټول ټال د مثبتو قضیو شمېر نږدې څلوېښتو میلیونو ته رسیږي او د مړو له ۶۵۶ زره اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG