د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

بلېنکن: له افغانستان سره د امریکا د اړیکو یو نوی څپرکی پرانیستل شوی


ارشیف
ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، له افغانستان سره د امریکا د اړیکو یو نوی څپرکی پرانیستل شوی دی.

بلېنکن ویلي، ټول ډپلوماټان یې له کابله وتلي او سیاسي ماموریت یې د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدولی، چېرته چې طالبان هم سیاسي دفتر لري.

بلېنکن ویلي، د افغانستان دننه یې اوس ډپلوماټیک حضور ځنډولی، خو دا یې نه دي ویلي چې څه وخت به کابل کې بېرته سفارت پرانېزي.

بلېنکن تېره شپه وویل، دوی په دې ډاډ له افغانستانه وتلي چې طالبانو ورته ویلي، داعش او نورو ترهګرو ته به اجازه نه ورکوي چې دوی ته ګواښ پېښ کړي: "طالبانو ژمنه کړې چې د القاعده ترهګرې ډلې په ګډون به خپلې دښمنې ډلې، د داعش خراسان څانګې ته چې موږ او متحدانو ته مو ګواښ پېښولی شي، دا اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه د یوه مرکز په توګه کار واخلي. موږ به له طالبانو د دې ډاډ په بدل کې ځواب غواړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، باید عمل کې ثابته کړي چې د ښځو او نجونو په ګډون د خپلو خلکو اساسي حقونو ته درناوی کوي.

طالبانو کابل ته له ننوتو سره ټولو ډپلوماتیکو ادارو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړ، خو معلومه نه ده چې امریکا ولې د اوس لپاره سیاسي ماموریت له کابله دوحې ته لېږدولی دی.

په واشنګټن کې مېشت د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم وایي، طالبان باید ژر تر ژره امریکا او نورو هېوادونو ته په کابل کې د ډپلوماتیک فعالیت زمینه برابره کړي.

واشنګټن کې مېشت د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم
واشنګټن کې مېشت د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم

همدم زیاته کړه: "له بده مرغه دا ښه خبره نه ده، ځکه طالبانو دا توافق کړی و چې دوی به د امریکا سفارت ساتي، وروسته دا پرېکړه هم وشوه چې دا سفارت به میدان ته انتقالوي. اوس چې دغه سفارت د نظامي ماموریت ترڅنګ ولاړ قطر ته، دا په دې معنی ده چې طالبانو یو چانس له لاسه ورکړ. د دې سفارت موجودیت په کابل کې د طالبانو د مشروعیت لپاره ډېر مهم دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي چې خلکو ته د سفر ازادي ورکړي او دغه راز پرې نه ږدي چې افغانستان بیا د نړیوالو ترهګرو په مرکز بدل شي.

طالبان چې له تېرو څه باندې دوو اونیو راهیسې پر کابل واکمن شوي، د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو خبرې کوي او ژمنه یې کړې چې ټولو بشري حقونو ته به درناوی کوي.

XS
SM
MD
LG