د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

طالبانو د خپل مشر ملا هبت‌الله اخندزاده کره ځای ځایګی اعلان کړ


د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

له څه باندې پنځو کلونو وروسته طالبانو د لومړي ځل لپاره د خپل مشر ملا هبت‌الله اخندزاده کره ځای ځایګی اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ته د طالبانو د ننوتو دوه اوونۍ تېرېږي، خو لا هم د ښاغلي اخندازده له ادرسه کوم غږیز یا لیکلی پیغام رسنیو نه‌دی ترلاسه کړی.

دوی وایي، مشر یې د راتلونکي نظام د جوړېدو پر څرنګوالي او ورته نورو مسایلو له خپلو نورو سیاسي څېرو او مخورو سره په سلا مشورو بوخت دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې اخندزاده په کندهار کې دی او مناسب وخت کې به ولس ته ځان وښيي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "د اسلامي امارت زعیم عالي قدر امیرالمومنین ان‌شاءالله په کندهار کې دی، له پخوا هم په کندهار کې و او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې به اوسېده، اوس هم کندهار کې دی. هر کله که وغواړي له هغه ځایه به ځان هم ښکاره کړي یا به له هغه ځایه خبرې وکړي."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

ملا هبت‌الله د طالبانو د تحریک درېیم مشر دی، نوموړی د ۱۳۹۵ کال په جوزا میاشت کې وروسته تر دې د دوی مشر شو چې د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور د امریکایانو یوه برید کې ووژل شو.

هغه مهال طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل چې رهبري شورا یې هبت‌الله اخندزاده د خپل رهبر په توګه ټاکلی او مرستیالان‌یې هم سراج‌الدین حقاني او محمد یعقوب دي.

سراج‌الدین حقاني د حقاني شبکې د بنسټ ایښودونکي جلال‌الدین حقاني زوی او محمد یعقوب د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر زوی دی.

طالبان داسې مهال د خپل مشر ملا هبت‌الله د اوسېدو ځای اعلانوي چې پخوا څو ځله د افغان حکومت استخباراتي ادارو د هغه د وژلو خبرونه خپاره کړي وو.

هبت‌الله چې د طالبانو په منځ کې په شېخ صاحب مشهور دی، د کندهار اوسېدونکی دی او دیني زده‌کړې یې په پاکستان کې کړې دي.

د کابل هوايي ډګر مخ ته یو شمېر طالبان
د کابل هوايي ډګر مخ ته یو شمېر طالبان

تر اوسه معلومه نه‌ده چې په راتلونکي نظام کې به د طالبانو د دغه لومړۍ درجه سیاسي مشر دنده څه وي.

طالبانو دوه اوونۍ مخکې پر کابل ولکه ټینګه کړه او له هماغه لومړنیو ورځو راهیسې یې د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه بحثونه او سلا مشورې شروع کړې دي.

دوی که څه هم ځینو مهمو وزارتونو او ادارو ته سرپرستان ټاکلي، خو خلک او د چارو کتونکي بیا وایي، د چارو د ښه پر مخ بیولو او د خلکو د اندېښنو د لیرې کولو لپاره لازمه ده چې ژر تر ژره د واک سیاسي تشه هم ډکه او یو حکومت رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG