د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

د افغانستان تحصیلي نظام کې د دیني علومو د زده کړې پر پیاوړتیا ټینګار


د کابل پوهنتون محصلین
د کابل پوهنتون محصلین

د کابل ښار د لوېې جرګې په خیمه کې د یکشنبې په ورځ د لوړو زده کړو د وزارت د مسوولینو او د پوهنتونونو د استادانو غونډه وشوه.

په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني د افغانستان په تحصیلي نظام کې د دیني علومو د زده کړې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د حقاني په خبره تېر دولت د غیر مسلمانو د طبعیت پر بنسټ، د دیني او طبیعي علومو پر جلا والي تمرکز کړی و.

ده وویل، اسلام، د دیني او ساینسي علومو ترمنځ هېڅ توپیر ته قایل نه دی: "اسلام دغه تفریق او فرق ته قایل نه دی چې دیني مدرسې او عصري ادارې سره جلا او یوه دیني او بله نه ده، دواړه دین پورې اړه لري او اسلامي نظام د دواړو په وسیله پیاوړی کېږي."

ښاغلي حقاني د پوهنتونونو له استادانو وغوښتل چې په هېواد کې پاتې شي او نور هم وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو فعالانو په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې د پوهنتون ځینې استادان له هېواد وتلي دي.

بل خوا د لوړو زده کړو مخکینی وزیر عباس بصیر په راتلونکي کې د زده کړو د نظام پرښه والي ټینګار وکړ.

ښاغلي بصیر وویل، کوم مشرتابه چې د طالبانو له خوا لوړو زده کړو وزارت ته پېژندل شوې، د دغه وزارت له مخکیني مشرتابه سره یې په یوې ناسته کې د تحصیلي نظام د لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

بصیر زیاته کړه: "هغه څه چې افغانستان ته یې زیان ورساوه انقطاع وه، هر سیاسي جریان چې ځواکمن شوی، تېر یې نفی کړي او له صفره یې پیل کړی دی، خو د لوړو زده کړو وزارت نوی مشرتابه ډاډ ورکوي چې تېرې لاسته راوړنې به خوندي وي او د راتلونکو تشو او ستونزو پر وړاندې به مبارزه کوي."

ښاغلي بصیر هیله وښوده چې د طالبانو ژمنې عملي شي.

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط اود جمهور رییس غني له وتلو وروسته، د تحصیلي نظام په ګډون د دولتي ادارو کارونه له بې برخلیکه حالت سره مخ شول.

XS
SM
MD
LG