د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

د کانکور ازموینې د لومړي مقام ګټونکې؛ ځوانان او نجونې دې نه‌نهیلې کېږي


د کانکور ازموینې د لومړي مقام ګټونکې سلګۍ
د کانکور ازموینې د لومړي مقام ګټونکې سلګۍ

په داسې حال کې چې د افغانستان ځوانان او په تېره نجونې د خپلو لوړو زده‌کړو د حق له لاسه ورکولو په اړه اندېښمنې دي، د کابل له ولایته سلګۍ د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام خپل کړ.

دا د محمد اکبر خان پامیر له لېسې نه د ۳۵۲،۵۷۵ نمرو په خپلولو سره وتوانېده چې د کابل طبي پوهنتون ته لاره ومومي.

سلګۍ په داسې حال کې دغه مقام ته ورسېده چې په افغانستان کې ډېری پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو بنسټونه تړلي او ځوانان‌يې اندېښمن کړي دي.

دا وايي ځوانان او نجونې دې نه‌نهیلې کېږي او خپلو هڅو ته دې دوام ورکړي.

سلګۍ زیاتوي: "زه وایم نجونې او ښځې دې خپلې راتلونکې ته نه‌نهیلي کېږي، ان‌شاءالله مشران چې څه وايي عملي به‌یې کړي، هر څه زموږ د هڅو به نتیجه کې ممکن او روښانه دي. دوی چې څه ژمنې کوي باید عملي یې کړي، زموږ استادان دې وهڅول شي او تقدیر دې شي، بهر ته دې نه‌ځي چې موږ راتلونکې ته هیله‌مند شو."

افغانستان کې د سږ کال کانکور ازموینه
افغانستان کې د سږ کال کانکور ازموینه

سلګۍ په داسې شرایطو کې چې ډېری ځوانان راتلونکې او لوړو زده‌کړو ته خوشبینه نه‌دي، باوري ده چې هڅې یې نه‌ضایع کېږي.

دا وايي د طب په لوستلو سره غواړي خپلو خلکو ته خدمت ورکړي چې اړ نه‌اوسي د درملنې لپاره بهر ته لاړ شي.

دا سره له دې چې هیله‌منده ده هېواد به‌یې بیا تیارو ته نه‌ورستنېږي، خو وايي که د لوړو زده‌کړو چاپېریال پرې تنګ شي له هېواده به بهر کې زده‌کړې وکړي: "دا له حکومته غواړي چې ښځو ته د زده‌کړو زمینې برابرې کړي، ځکه چې ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، که ګوښه او حق ورنه‌کړل شي، ډاډمنه یم چې دا نظام نه‌جوړېږي. یو هېواد هغه وخت ودانېږي چې کار ورته وشي."

په ورته وخت کې طالبان وايي د ښځو د زده‌کړو پر وړاندې هېڅ خنډه نه‌شته او د یو منظم پروګرام په اساس کولای شي زده‌کړو ته ادامه ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د ښوونځیو او زده‌کړو دروازې د نجونو پر مخ خلاصې دي، خو موږ باید لږ وار وکړو چې سیستم پالېسي او منظم چوکاټ برابر شي، بیا نجونې کولای شي په دغه سیستم کې منظمې زده‌کړې وکړي، په دې برخه کې هېڅ خنډ نه‌شته."

د طاالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طاالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د ازموینو د ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د سږني کانکور په ازموینه کې ۲۰۰ زرو داوطلبو ګډون کړی و چې ۹۷ سلنه‌یې بریالي شوي دي.

دا کمېټه وايي، ۱۰۷ زره پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو بنسټونو او ۹۰ زره خصوصي پوهنتونونو ته پېژندل شوي او یوازې ۴ زره او ۳۰۰ نه‌دي توانېدلي چې بریالي شي.

د یادولو ده چې تېر کال د کابل د محمد اصف مایل له لېسې نه شمسیه علي‌زاده توانېدلې وه چې د ۳۵۳،۱۵۸ نمرو په خپلولو سره لومړی مقام خپل او د کابل طبي پوهنتون ته بریالۍ شي.

XS
SM
MD
LG