د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د پنجشیر په اړه پرېکړه شوې؛ "تر دوهم پړاو خبرو به پر یو بل بریدونه نه کېږي"


پنجشېر کې وسله وال
پنجشېر کې وسله وال

په داسې حال کې چې د پنجشیر ولایت په اړه لا هم طالبان او د ملي مقاومت جبهه کومې نهایي پرېکړې ته نه دي رسیدلي، خو دواړه خواوې وایي چې دا ستونزه باید په سوله ییزه توګه هواره شي.

د دواړو خواوو پلاوو د الماس زاهد او امیرخان متقي په مشرۍ پرون د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې په دې اړه سره جرګه شول.

د ملي مقاومت جبهې د پلاوي غړي محمد علم ایزدیار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دواړو لورو پرېکړه کړې چې تر بیا خبرو به پر یو بل حملې نه کوي: "خبرې په ښه ډول ترسره شوې. دواړو خواوو په سوله ییز حل ټینګار کاوه. په راتلونکو درې یا څلورو ورځو کې به بیا خبرې پیل شي. دواړو اړخونو پرېکړه وکړه چې تر څو نوي مذاکرات پیلېږي حملې ونه شي."

محمد علم ایزدیار
محمد علم ایزدیار

طالبانو له پنجشیر پرته د افغانستان ټول ولایتونه نیولي دي.

په پنجشیر کې د احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت په نوم جبهه جوړه شوې.

دې جبهې څرګنده کړې چې که طالبان د زور له لارې د پنجشیر ولایت د نیولو هڅه وکړي، نو له سخت مقاومت سره به مخامخ شي.

امرالله صالح له هېواده د افغانستان د وتلي ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال هم دا مهال په پنجشیر کې دی او دې ولایت ته د زور له لارې د طالبانو د ننوتلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د غونډې دواړو خواوو ټینګار کړی چې دا ستونزه باید له یوې مناسبې لارې حل شي: "هڅه شوې چې د حل لپاره مناسبه لاره پیدا شي. دواړو اړخونو پرېکړه کړې چې خپلو مشرانو سره د غونډې نتایج شریک کړي. تر اوسه ډېر جزییات نشته خو مشرانو سره په دې اړه خبرې روانې دي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د غونډې دواړو خواوو ټینګار کړی چې دا ستونزه باید له یوې مناسبې لارې حل شي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د غونډې دواړو خواوو ټینګار کړی چې دا ستونزه باید له یوې مناسبې لارې حل شي

په پنجشیر کې تر اوسه د طالبانو او د ملي مقاومت د جبهې ترمنځ کومه نښته نه ده شوې، خو طالبانو د دې ولایت شااوخوا ته ځواکونه ځای پرځای کړي او خبرداری یې ورکړی که پنجشیر په سوله ییزه توګه ور ونه سپارل شي، نو پر دې ولایت به حمله وکړي.

تر دې وړاندې د بغلان ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ملي مقاومت د جبهې او طالبانو ترمنځ نښته شوې او دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه هم خپاره شوي دي.

د یادولو وړ ده چې طالبانو به نویمه لسیزه کې هم د خپل شپږ کلن ادارې په وخت کې ونه شو کولای پنجشیر تر خپلې ولکې لاندی راولي.

XS
SM
MD
LG